سږ کال له ایران او پاکستانه څه باندې ۶۳۵ زره افغان کډوال په زور ایستل شوي

💬0

سږ کال له ایران او پاکستانه څه باندې ۶۳۵ زره افغان کډوال په زور ایستل شوي

د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۶۳۵ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي دي؛ هغه شمېرې چې په دغو دوو هېوادونو کې پر افغان کډوالو د فشارونو د دوام ښکارندويي کوي.

یو شمېر ایستل شوي کډوال وايي، د خپلو شتمنیو د راټولولو لپاره کافي وخت نه دی ورکړل شوی او افغانستان ته له ستنېدو وروسته د لومړنیو اړتیاوو برابرول د دوی له مهمو اندېښنو څخه دي.

له پاکستانه ایستل شوی کډوال ذاکر وايي: «موږ ته یې اجازه نه راکوله چې هلته ژوند وکړو، ان ګواښ یې وکړ چې کورونه به مو وران کړي.»

د هغو کورنیو لپاره چې له کلونو بهر مېشتېدو وروسته افغانستان ته ستنېږي، له سره د ژوند پیل اسانه نه دی. د کډوالو چارو شنونکي د کار، سرپناه او خدمتونو ته لاسرسی د راستنېدونکو له مهمو اړتیاوو بولي.

د کډوالو د چارو فعال محمدخان طالبي محمدزي وویل: «د افغان کډوالو پراخ او بې‌پلان راستنېدل د افغانستان پر کار بازار، کورونو او عامه خدمتونو اضافي فشار راوړي. حکومت باید ژر تر ژره د راستنېدونکو د ثبت، مېشتېدو، کارموندنې او ادغام لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ ګډ میکانېزم رامنځته کړي.»

په کابل کې یو شمېر هېوادوال له کوربه هېوادونو غواړي چې له افغان کډوالو سره مناسب چلند وکړي او د هغوی د ستنولو بهیر د بشري حقونو او کرامت په پام کې نیولو سره مدیریت کړي.

د کابل اوسېدونکی محمدحلیم وايي: «له پاکستانه مو غوښتنه دا ده چې د افغانستان وضعیت ته په پام سره، کډوال په منظم ډول افغانستان ته ستانه کړي.»

د کابل بل اوسېدونکی الهام وايي: «له ایران او پاکستانه غواړو چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د ژمي تر پایه وځنډوي.»

بلخوا، اسلامي امارت وايي، د هېواد په سرحدي لارو کې د ایستل شویو کډوالو د رسیدګۍ لپاره مشخص میکانېزم جوړ شوی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: «د روان لمریز کال له پیل راهیسې شاوخوا ۹۴ زره کورنۍ له ایران او پاکستانه په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوې دي.»

له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو له دوام سره، د سلګونو زرو راستنېدونکو لپاره د سرپناه او د ژوند د امکاناتو برابرول لا هم د افغانستان د حکومت پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه شمېرل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سږ کال له ایران او پاکستانه څه باندې ۶۳۵ زره افغان کډوال په زور ایستل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*