طالبان: ننګرهار کې د یوې کوچنۍ کښتۍ د ډوبیدو له امله څو تنه مړه او ټپیان شوي

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت د مهمندرې په ولسوالۍ کې د شنبې په سهار اوه نیمې بجې یوه کوچنۍ کښتۍ په سیند کې ډوبه شوې چې له امله یې د لومړینو معلوماتو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست امر صدیق الله قریشي بدلون، رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې تراوسه ددغې ډوبې شوې کښتۍ ۱۶ سپرلۍ ژغورل شوي چې پنځه یې روغ رمټ او ۱۱ تنه یې ژوبل دي او د مهمندرې ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې درې ټپیان چې روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ و د جلال اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست روغتون ته انتقال شوي دي.

دغه ریاست ویلي چې تراوسه د سیند څخه اته مړي هم ایستل شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او کیدای شي چې ځینې نور کسان هم ژوندي وژغورل شي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیښه د شنبې د ورځې جون اول ( جوزا ۱۲) د مهمندرې د ولسوالۍ اړوند د باسول په سیمه کې رامنځ ته شوي ده.

ددغې خبرپاڼې له مخې په دې کوچنۍ کښتۍ کې چې د جنراتور پواسطه یې حرکت کاوه، ټول ۲۵ تنه سپاره وو، چې د سیند د یوې غاړې څخه بلې غاړې ته د حرکت پر مهال کښتۍ په سیند کې ډوبه شوې.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې ددغه ولایت د عامې روغتیا ریاست سیمې ته روغتیايي ټیم او امبولانسونه رسولي دي او ژغورنې عملیات لا روان دي.

د ننګرهار د ولایت د مهمندرې په ولسوالۍ کې د کونړ د سیند په اوږدو کې د پرتو کلیوالو سیمو د یوې او بلې غاړې ترمنځ د تګ راتګ لپاره د کوچنیو کښتیو او حتی د موټر د تایرونو په ګډون د ابتدايي وسیلو څخه کار اخیستل کیږي.

که څه هم د مهمندرې ولسوالۍ ترڅنګ د لعل پورې په ولسوالۍ کې نږدې دوه لسیزې وړاندې پر دغه سیند باندې یو پل جوړ شوی، خو د مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې لا هم خلک د دغه سیند څخه د تیریدو لپاره د موټرو د ټایرونو په ګډون د ابتدايي وسایلو څخه کار اخلي.

د کونړ سیند د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې د کابل له سیند سره یوځای کیږي او دد غه ولایت د کامې، ګوشتې، لعلپورې او مهمندرې ولسوالیو څخه تېرېږي او بیا د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت کې له آباسین سیند سره یو ځای کیږي.

منبع

2 Comments on "طالبان: ننګرهار کې د یوې کوچنۍ کښتۍ د ډوبیدو له امله څو تنه مړه او ټپیان شوي"

  1. زمااقتصاددیرضعیف دی

  2. قاری نور محمد اقتصادی حال می دی خراب د

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*