
یوه څېړنه ښيي چې طبیعت يا منظرو ته کتل کولی شي د خلکو د درد احساس کم کړي.
دغه څېړنه، چې مشري يې د بريتانیا اېکسیټر او د ویانا پوهنتون یوې ډلې کوله، موندلې، هغه کسانو چې د طبیعت منظرې ته یې کتل، د هغو پرتله د درد لږ احساس کاوه چې ښار یا د دفتر داخلي صحنې يې کتلې.
د اېکسیټر پوهنتون وايي، په اتريش کې د څېړنې په موخه ۴۹ کسانو ته په داسې حال کې د درد احساس لپاره برېښاني جټکې ورکړل شوې چې د طبيعي منظرو او تړلو ساحو ويډيوګانې يې کتلې. طبيعت
د پوهنتون یو مرستيال ليکوال، ډاکټر الیکس سمالي، وايي هیله ده چې دا پایلې به د سالم او فعال طبيعي چاپېريال ساتلو د داهميت په اړه “نوې شواهد” وړاندې کړي.
د طبیعت د درملنې وړتیا
د اېکسیټر پوهنتون وايي، دا څېړنه، چې په نېچر کمیونیکیشنز ژورنال کې خپره شوې، د فعال مقناطیسي انځور اخیستنې (fMRI) سکېنر په کارولو ترسره شوې ده.
دا څېړنه ښيي، کله چې ګډونوالو د طبیعت ویډیوګانې لیدلې، نو دوی د لږ درد خبر ورکاوه او په سکنونه کې د درد په تړاو غبرګون کې بدلون ترسترګو کېده.
ډاکټر سمالي وايي، “دا څېړنه روښانوي چې څنګه مجازي کړنې کولی شي د هغو خلکو لپاره ګټوري ثابتې شي چې بهر نشي تللی.”
نوموړی زیاتوي چې دا څېړنه به د نورو پلټنو لپاره لار پرانيزي چې لا ښه معلومه کړي چې طبیعت څنګه پر ذهن اغېز کوي. طبيعت
د درد مدیریت ښه کول طبيعت
د ویانا پوهنتون د دکتورا يا پیاېچډي محصل، مکس سټاینینګر، چې د دې څېړنې مشر لیکوال دی، وايي موندنې ښيي د طبيعت د درد کمولو اغېز ریښتینی دی، خو دا شاوخوا “نیم د درد کموونکو درملو” په کچه اغېزناک دی.
ښاغلي سټاینینګر وايي، “هغه کسان چې درد لري باید حتما د هغو درملو خوړلو ته دوام ورکړي چې سپارښتنه يې ورته شوې ده.”
نوموړی زياتوي، “خو موږ هیله لرو چې په راتلونکي کې د درد کمولو لپاره بدیلې لارې، لکه د طبيعت تجربه کول، وکارول شي، ترڅو د درد کنټرول ښه شي.”
لومړی نظر وکړئ on "څېړنه وايي طبيعت ته کتل د درد احساس کموي"