غور کې د جام څلي ته ‘څیرمه ۴۰ لرغوني اثار’ موندل شوي

په غور ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جام څلي‌ په شاوخوا کې د څلویښتو لرغونو اثارو د موندلو خبر ورکړی دی.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالحی زعیم ویلي چې دا لرغوني اثار په غور ولایت کې د وروستیو سیلابونو له راوتلو وروسته موندل شوي دي.

د هغه په وینا موندل شوي‌ اثار د غوریانو دورې پورې اړه لري او په مرکز فیروز کوه کې د سیمه‌ییز موزیم مسولینو ته سپارل شوي دي.

عبدالحی زعیم ویلي:‌ “په غور کې په ځانګړې توګه د منار څلي‌ په شاوخوا کې د وروستیو سیلابونو د راوتلو له امله د غوریانو د دورې اړوند دا لرغوني اثار وموندل شول.“

زعیم زیاته کړې چې لرغون‌پوهان به د دغو تاریخي‌ اثارو د لرغونتیا او کره دورې د معلومولو په اړه لا زیاتې څیړنې وکړي.

افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه د تاریخي ابدو او لرغونو اثارو په درلودلو سره یو له بډایو هېوادونو څخه دی.

د وړاندې شویو شمیرو له مخې افغانستان تر پنځه زره زیاتې لرغونې سیمې او تاریخي ابدې لري او همداشان شاوخوا درې سوه زره لرغوني اثار، قلمي نسخې، کتابونه او تاریخي سندونه لري.

په اویایمه لسیزه کې د کورنیو جګړو له امله د افغانستان لرغونو شتمنیو ته نه جبرانیدونکي زیانونه واوښتول او شاوخوا سل زره تاریخي اثار غلا او بهر ته قاچاق شول.

د تیر جمهوري‌ دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو په اساس بهر ته د قاچاق شویو لرغونو اثارو له شمېرې کابو ۱۵زره یې په تېرو شلو کلونو کې بېرته افغانستان ته راوړل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "غور کې د جام څلي ته ‘څیرمه ۴۰ لرغوني اثار’ موندل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*