لانګ وار ژورنال: القاعدې له خپلو ملاتړو غوښتي چې د پوځي روزنې لپاره افغانستان ته ولاړ شي

د لانګ وار ژونال خبري وېبپاڼې د سیف العدل چې د القاعدې اوسنی مشر بلل کیږي د یوې مقالې په حواله لیکلي، چې دغې ډلې په ټوله نړۍ کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د نظامي زده کړو او تجربې ترلاسه کولو لپاره افغانسان ته کډه شي.

د دغه راپور پر بنسټ، سیف العدل د سالم الشریف له پټ نوم څخه په ګټې اخیستنې په دغه عنوان «غزه؛ وجودي جګړه، نه سرحدي جګړه.» مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې چې د القاعدې اوسني مشر ته منسوب شوي راغلي:« د امت هغه وفادار خلک چې غواړي بدلون راولي، د هغه ځای له وضیعت څخه دې زده وکړي او د طالبانو له تجربو ګټه پورته کړي.»

سیف العدل دغه راز په ټولو اسلامي هیوادونو کې پر مسلمانو ټولنو غږ وکړ؛ چې د «یهودو او غربي صهیونیسټانو» په ګټو بریدونه وکړي او ټینګار یې وکړ چې دا بریدونه باید دردناک وي، ځکه چې د هغه څه د ترسره کولو لپاره چې زموږ لپاره او موږ ته اړتیا وه، ډیر ناوخته دی.

د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې د القاعدې اوسنی مشر په ایران کې اوسیږي.

په افغانستان کې د القاعده شتون

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د ۱۴۰۱ کال د زمري په اتمه په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو. خو طالبانو په افغانستان کې د الظواهري شتون او د هغه وژل رد کړي دي.

همدارنګه القاعده د نوي مشر له ټاکلو سره سره، د ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه چوپه خوله پاتې ده.

که څه هم طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او له هغوی سره د دغې ډلې اړیکې رد کړې دي، خو د تېر کال په سلواغه میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې وویل، چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې ساتلې او القاعده ډلې په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

د معلومات له مخې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې د القاعدې څلور کمپونه جوړ شوي او دغېډلې په پنجشیر کې د وسلو یو زیرمتون هم جوړ کړی.

د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې لا هم نږدې دي او دغه ډله توانیدلې چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ځان په یوه «دوامداره» حالت کې وساتي.

د راپور له مخې، د القاعدې جګپوړي چارواکي په افغانستان کې دي او یادهډله لا هم د دغه هېواد ترڅنګ نورو ته ګواښ پېښوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا لیکلي، چې طالبان هڅه کوي له القاعدې سره خپلې اړیکې کمې وښیې.

د راپور له مخې، القاعده په هلمند، هرات، فراه او کابل ولایتونو کې هم تاسیسات لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "لانګ وار ژورنال: القاعدې له خپلو ملاتړو غوښتي چې د پوځي روزنې لپاره افغانستان ته ولاړ شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*