لاهور: د تحریک انصاف د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښتو کې یو تن وژل شوی،ګڼ ژوبل

دپاکستان دپنجاب ایالت په سرښار لاهور کې دپولیسو اؤ دپاکستان تحریک انصاف ګوند ترمنځ سختې نښتې شوې دي اؤ تحریک انصاف په دې نښتو کې دخپل یو فعال د وژل کیدو اؤ ګڼو نورو د ژوبل کیدو دعوه کړې ده.

پولیس وایي دتحریک انصاف دفعالینو په تشدد د دریوؤ لوړ پوړو پولیس افسرانو په ګډون 14پولیس ژوبل شوي دي چې دیو تن حالت پکې سخت دی.

دا نښتې دچهارشنبې په ورځ وروسته له هغې پیل شوي چې تحریک انصاف ګوند دپخواني وزیراعظم په مشرۍ لاریون کې دیو لاریون ویستلو اعلان وکړو خو انتظامیې په لاهور کې دفعه144 پځائ کړه اؤ اعلان یې وکړو چې هیچاته ته به دجلسې، جلوس اؤ جم کټې جوړولو اجازه نه وي.

پولیسو دتحریک انصاف ګوند دلاریون دمخنیوي په خاطر لاهور کې دعمران خان کور زمان پارک ته غځېدلې ټولې لارې په کینټینرونو ودرولو سره تړلې وې.

په سوشل میډیا خورو شوؤ بیلابیلو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې ګڼ شمیر پولیس سړکونو ته راوتلي اؤ دتحریک انصاف په فعالینو د اوښکې بهیونکي ګیس ورولو ترڅنګ دګاډو شیشې هم ماتوي.

همدا شان په ګڼو ویډیوګانو کې په نظر راځي چې دتحریک انصاف پلویانو ډانګي راپورته کړي اؤ په پولیسو دکاڼو ګزارونه کوي اؤ دهغوئ ګاډو ته نقصان رسوي.

دتحریک انصاف ویاند پخپل بیان کې ویلي چې دپولیسو په تشدد اؤ شیلنګ کې د دوي دګوند یو فعال بلال وژل شوی اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي چې دځینو حالت پکې نازک دی.

ویاند ویلي پولیسو د دوي دګوند ګڼ فعالین نیولي هم دي.

اخوا دپنجاب پولیسو ترجمان ویلي چې دپي ټي ایي دفعالینو په تشدد اؤ اړي ګړي چې دوه ډي ایس پي افسران،یو ایس ایچ او اؤ یوولس اهلکاران ژوبل شوي چې د یو حالت پکې نازک دی.

دپولیسو په بیان کې ویل شوي دوي په ښار کې دامنیت قابو کولو اؤ هنګامو دمخنیوي هڅه کوله چې دپي ټي ایي کارکنانو پرې کاڼي ورولي اؤ تشدد یې پرې کړی دی.

پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی دی چې دخپل ګوند د فعال د وژنې مقدمه به دپنجاب دپولیسو دسرلښکر اؤ دلاهور دسي سي پي او په ضد درج کوي.

عمران خان په ټویټر خپل یو بیان کې ویلي دي دده دګوند فعالین په انتخابي لاریون کې دګډون کولو لپاره روان وؤ چې پولیسو پرې وحشیانه تشدد کړی دی.

دپنجاب نګران وزیراعلا محسن نقوي لاهور کې د رامنځته شوي اړي ګړي په پېښو کې په مبینه ډول د یو تن د وژل کیدو نوټس اخستی اؤ ددې پېښې د پلټنو امر یې کړی دی.

پخپل یو بیان کې وزیراعلا ویلي چې که په دې پېښه کې هرڅوک ککړ ثابت شي نو دقانون له مخې به دانصاف تقاضې پوره کولی شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "لاهور: د تحریک انصاف د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښتو کې یو تن وژل شوی،ګڼ ژوبل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*