‘۲۸٫۸ مېلیونه اړمن افغانان دوه میلیارد ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا لري’

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي افغانستان د نړۍ په کچه له ناوړه بشري بحران سره مخامخ هېواد دی او دوه په دریمه برخه وګړي په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې بشري مرستې ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا په داسې حال کې چې په افغانستان کې وضعیت له وړاندې نه ننګونه کې و پر هغو افغان ښځو د طالب واکمنو لخوا بندیز چې له نا دولتي موسسو او ملګرو ملتونو سره یې کار کاوه پیچلتیا لا ډېره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي همدې پیچلتیا او ننګوونکي وضعیت ته په کتو یې د بشري مرستو د رسولو پر پلان بیا کتنه وکړه چې له حالاتو سره سم یې عملي کړي.

ویل شوي چې د بیا کتنې په بهیر کې هغه برخې په ګوته شوي چې کار په کې نه دی شوی څو دوی او ملاتړې ادارې یې وتوانیږي په ښه ډول د افغانانو اړتیاوې پوره کړي. خو دا نه ده په ډاګه شوې چې دا کومې برخې دي.

اوچا وايي اوس مهال په اټکلي ډول اته ویشت اعشاریه اته میلیونه وګړي په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري حال دا چې دا شمېر له تېر ډسمبر نه تر جون میاشتې پورې اته ویشت اعشاریه درې میلیونه و.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئد ویډیو تشریح، خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای

په دې مانا چې د هغو اړمنو افغانانو شمېر ډېر شوي چې د مرستنیدویه ادارو لخوا لاسنوي ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاتوي چې ملاتړې ادارې یې په هغو برخو کې چې لومړیتوب ورکړل شوی دوه اعشار یه شپږویشت میلیاردو ډالرو ته عاجله اړتیا لري چې په افغانستان کې شلو مېلیونو وګړو ته پرې بشري مرستې ورسوي.

د یادې ادارې په وینا دوی له ننګونو حالاتو سره سره توانیدلي دي چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې اولس اعشاریه درې مېلیونو وګړو ته په افغانستان کې بشري مرستې ورسوي.

د اوچا په وینا د بشري مرستو د رسولو په برخه کې ملاتړې ادارې یې غواړي چې د روان میلادي کال په پاتې موده کې دوه ویشت اعشاریه درې مېلیونو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي او دې لپاره په ټوله کې درې اعشاریه دوه ملیاردو ډالرو ته اړتیا لري چې ۹۴۲ میلیونه ډالر وار دمخه له جنورۍ نه د مئ تر میاشتې پورې پر بشري مرستو لګول شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "‘۲۸٫۸ مېلیونه اړمن افغانان دوه میلیارد ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا لري’"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*