مولانا فضل‌الرحمن له افغانستانه پاکستان ته د ترهګرو د ورتګ ادعا رد کړه

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن له افغانستانه پاکستان ته د ترهګرو د وراتګ په هکله د پاکستاني چارواکو ادعا ردوي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر همدارنګه په خپلو خبرو کې ویلي چې، پاکستان په تېرو شلو کلونو کې خپل هوايي حریم امریکا ته ورکړی و، څو د افغانستان پر سرحدي سیمو بریدونه وکړي.

مولانا فضل الرحمن ویلي:«دوی پر افغانانو د بریدونو لپاره اډې ورکړې، پر افغانانو د بریدونو لپاره یې فضا ورکړه، ایا هغوی تر اوسه تاسو ته شکایت کړی چې، ولې ستاسو له هوايي ډګرونو الوتکې پورته کېږي او پر موږ بریدونه کوي. نه یې له الوتکو شکایت وکړ نه له بمباره؟ شل کاله مو په خپلو الوتکو سره زرګونه کسان ووژل، قبایل مو له منځه یووړل.»

دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان جګپوړو چارواکو تل ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د کار اخیستل کېږي.

ورته مهال، اسلامي امارت هم  یو ځل بیا وايي چې، په پاکستان کې د امنیت ضد پېښې په افغانستان پورې اړه نه‌لري او پاکستان باید د دې پېښو ریښې په خپله خاوره کې ولټوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«ځینې وختونه چې هلته ناامني وي، په افغانستان پورې اړه نه‌لري؛ ځکه ټولې پېښې د هغوی په خاوره کې په بېلابېلو صوبو کې کېږي، یعنې له ډيورنډ کرښې په سلګونه کیلومټره لېرې رامنځته کېږي.»

په پاکستان کې له دوو کلونو راهیسې د امنیتي پېښو له زیاتېدو وروسته د دغه هېواد جګپوړو پوځي او سیاسي چارواکو وخت ناوخته ادعا کړې چې، د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کارول کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی ناصر شفیق طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«د ټي‌ټي‌پي موضوع د پاکستان یوه کورنۍ موضوع ده. له دې پرته چې له هغې پروژه جوړه شي، غوره ده چې افغانستان او پاکستان د ګاونډي او اسلامي هېوادونو په توګه، د یو بل سیاسي او امنیتي ثبات په دې کې ولټوي چې د خلکو غوښتنو ته تسلیم شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو درېیو کلونو کې په پاکستان کې د امنیت ضد پېښو د کابل او اسلام اباد پر اړیکو سیوری غوړولی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مولانا فضل‌الرحمن له افغانستانه پاکستان ته د ترهګرو د ورتګ ادعا رد کړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*