نېکلاسون: افغانستان د ډېری جهادي افراطي سازمانونو په امن پټن‌ځای بدل شوی

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون دې هېواد کې د روان وضعیت څخه په اندېښنې سره ویلي، چې افغانستان یو ځل بیا د ډېری افراطي او جهادي سازمانونو په امن پټن‌ځای تبدیل شوی دی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د «ویون هند» شبکې سره په خبرو کې ویلي؛ چې ورځ تر بلې د داعش ډېرېدونکو ګواښونو سره، د افغانستان وضعیت «ډېر خراب» شوی دی.

نېکلاسون افغانستان کې د ناامنیو او ګاونډیو هېوادونو کې د بریدونو ډېرېدو ته په اشارې سره وایي؛ چې دا موضوع د اسلام‌آباد او سیمې هېوادونو په اندېښنې بدله شوې ده.

نوموړي وویل: «ښکاره ده، چې کابل کې یو جدي امنیتي ګواښ شتون لري او دا د هغه کسانو لپاره چې کور دننه هېواد کې دي، اندېښنه پارونکې ده.»

د نېکلاسون په وینا دا ښکاره ده؛ چې تېرو شپږ میاشتو یا څه باندې وخت کې د داعش پیاوړتیاوې د ډېرېدو په حال کې دي.

نوموړي څرګنده کړې، چې وضعیت د افغانستان خلکو او ګاونډیانو لپاره «کړکېچن» دی، ځکه افغانستان کې واکمن رژیم د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د نېکلاسون په باور، سرپرست حکومت له محدود کوونکو فرمانونو سره د بشر حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کوي، قومي او مذهبي اقلیتونه او خبریالان ځپي او د داعش په څېر سازمانونو څخه د ګواښونونو سره ګاونډیان سخت امنیتي وضعیت ته اندېښمن دي.

نېکلاسون یو ځل بیا له نوی حکومت وغوښتل، چې د افغانستان پر خلکو د خپلو پرېکړو پر اغېز فکر وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نېکلاسون: افغانستان د ډېری جهادي افراطي سازمانونو په امن پټن‌ځای بدل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*