افغانستان کې ويني مرکزي بانک: د روژې په مياشت کې د ويني له کمښت سره مخ يو

د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د ويني مرکزي بانک وایي، په روانه روژې میاشت کې د تازه ویني له کمښت سره مخ دي.

د زرمینې په نوم يوه مېرمن وایي چې، څو ورځې مخکې د ولادت پر مهال د ويني مرکزي ویني له کمښت سره مخ شوه خو په روغتون کې یې ورته ویلي و چې وینه نه‌شته.

دا وايي، که یې خپلو خپلوانو وینه نه ورته پیدا کړې نږدې وه چې ژوند یې پای ته ورسیږي.

بیا مو یوه خپلوان چې د ویني ګروپ یې راسره برابر و، وینه یې راکړه.”

نوموړې وايي: “خون ريزي مې ډېره وه، بیا عملیات هم شوم، وینه راته پکار شوه، روغتون کې یې ویل چې وینه نه‌لرو. پخوا به په شفاخانو کې عاجلو مریضانو ته وینه وه، خو اوس یې نه ورکوي، بیا مو یوه خپلوان چې د ویني ګروپ یې راسره برابر و، وینه یې راکړه.”

د پکتیا ولایت یو اوسېدونکی چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د دوی په کلي کې دوه ماشومان چې وینه یې کمېدله د وینې د نشتون له امله مړه شول.

انځور - ارشيف
انځور – ارشيف

ياد کس وايي: “هغه داسې جلۍ وه چې معیوبه هم وه او وینه یې هم کمېدله وینه ورته پیدا نه‌شوه مړه شوه. بل هلک و هغه هم په همدې ناروغۍ اخته و، هغه هم ځان حق ته وسپاره.”

د هلمند ولایت اوسېدونکی حمیدالله هم ورته شکایت لري.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې، د تره ښځه یې د زړه د عملیات پر وخت دا چې په روغتون کې وینه ورته پیدا نه‌شوه مړه شوه.

نوموړی زیاتوي: “څه وخت مخکې مې د تره ښځې ته د زړه ناروغي پیدا شوې وه، عملیات شوه، په دې وخت کې ویني ته ضرورت شو، خو په روغتون کې نه وه، موږ هم ورته پیدا نه‌شوای کړی بې‌چاره مو له لاسه ورکړه.”

اخيستل شوې وينه؛ ارشيف
اخيستل شوې وينه؛ ارشيف

د خلکو دا ادعاوې چې په روغتونو کې یې د ویني د کمښت یا هم کله ناکله د نشتون په هکله یې کړې دي، د حکومت د ویني د مرکزي بانک له رئیس محمدناصر صادق سره شریکې کړې.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې، دوی یوازې د روژې په میاشت کې د تازه ویني له کمښت سره مخ دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: “ځینې مریضان تازه ویني ته ضرورت لري، اوس چې د روژې میاشت ده زموږ هېوادوال ډاريږي چې که چېرې وینه ورکړو نو کمزري کېږو ، په همدې وجه د تازه ویني له کمبود سره مخ یو.”

دا چې اوس‌مهال په کوم شمېر ناروغان ویني ته اړتیا لري او څومره شمېر د ویني د کمښت له وجې مري؟ ښاغلي صادق یې په هکله زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې ويني مرکزي بانک: د روژې په مياشت کې د ويني له کمښت سره مخ يو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*