ټام ویسټ: د ازبکستان له دوو چارواکو سره مې د افغانستان په ګډو ګټو خبرې وکړې

د افغانستان په چارو د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي، د ازبکستان د امنیت شورا له مرستیال او د افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر له ځانګړي استازي سره یې په واشنګټن کې لیدلي.

ټام ویسټ وايي، دوی د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانکړي استازي ټام ویسټ نن دوشنبه د (غبرګولي ۲۱مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان په اړه یې د ازبکستان له دوو لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړي.

هغه وړاندې لیکي چې، د ازبکستان د امنیت شورا له مرستیال عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف سره یې د افغانستان پر حالاتو، ګډو ګټو او پرتو حل لارو باندې خبرې کړې دي.

ټام ویسټ دا نه دي ويلي چې مشخصې په کومو موضوع ګانو خبرې شوې خو وړاندې تر دې ازبکستان له طالبانو سره د ټرانزیټ او اوسپنې پټلۍ په برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې وې.

ازبکستان د منځنۍ اسیا یو له هغو هیوادو څخه دی چې له طالبانو سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې وړاندې تللی او تازه یې د افغاني توکو په ټرانزیټ کې افغانستان ته ۴۰ میلیونه ډالر کمښت ورکړی.

تېره اوونۍ یوې ډلې ازبکستاني سوداګرو د طالبانو د بلخ له والي یوسف وفا سره په مزارشریف کې کتلي وو، چې موخه یې په افغانستان په زراعتي او ساختماني برخو کې د ازبکستاني پانګوالو پر پانګونه خبرې یادې شوې وې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ټام ویسټ: د ازبکستان له دوو چارواکو سره مې د افغانستان په ګډو ګټو خبرې وکړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*