پاکستان کې سیاسي کړکېچ: عمران خان د ټاکنو غوښتنه کوي؛ ملي اسمبلۍ د سترې محکمې پرېکړه رد کړې‌

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې د ټاکنو نیټې لپاره سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

په غوښتنه کې د کمیسیون او د خیبر پښتونخوا والي په اړه خبرې شوې دي.

دوی استدلال کوي چې د خیبر پښتونخوا والي د مارچ لومړۍ نېټې د محکمې حکم نه دی عملي کړی، چې د ټاکنو ترسره کېدو حکم یې کړی وو.

ویل شوي چې د خیبرپښتونخوا والي په رسنیو کې د ټاکنو لپاره د می ۲۸ نیټه اعلان کړې وه چې وروسته ترې په شا شو.

په غوښتنلیک کې ویل شوي “د اساسي قانون له مخې په ۹۰ ورځو کې باید دننه ټاکنې وشي، نو په دې سره د خیبرپښتونخوا والي د محکمې له حکمه سرغړونه کوي.”

دوی دغه راز ویلي، ستره محکمه دې د خيبرپښتونخوا والي ته د ټاکنو د ترسره کېدو د نېټې ورکولو امر وکړي او د ٩٠ ورځو مودې ته دې نژدې نېټه ورکړل شي.

خو د پاکستان واکمن ایتلافي حکومت کې ګوندونو د سترې محکمې د پرېکړې مخالفت کړی.‌ د پاکستان ملي‌ اسمبلۍ هم چې تر ډېره پکې د واکمن حکومت غړي‌ دي، پنجاب کې د نېټې په اړه د سترې محکمې پرېکړه رد کړې ده او غوښتنه یې کړې چې له سره دې و ارزول شي.

سره له دې چې د ټاکنو لپاره نېټه اعلان شوې،‌ اوس روښانه نه ده چې پر ټاکلي وخت به وشي او کنه.‌ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله هم جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي چې فدرالي حکومت د سترې محکمې د پرېکړې مخالف دی.

پاکستان ټاکنې

د عمران خان ګوند دا غوښتنه هم کړې چې د ټاکنو کمیسیون ته دې لارښونه وشي چې د ټاکنو نېټه ژر اعلان کړي او ټولو مرکزي او صوبايي ادارو ته دې د ټاکنو لپاره له ټاکنو کمیسیون سره د مرستې کولو امر وشي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د راتلونکې مې پر ۱۴ په پنجاب ایالت کې وشي.

د کمېسیون دغه اعلان د دې هېواد د سترې محکمې د پرېکړې له مخې شوی دی. مخکې د پاکستان سترې محکمې پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ځنډولو پرېکړه غیر قانوني بللې وه.

پخواني لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړی چې که حکومت د سترې محکمې د پرېکړې خلاف په مې میاشت کې تاا

-ونه کړي، “موږ به ټول پرېکون ورسره وکړو.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې سیاسي کړکېچ: عمران خان د ټاکنو غوښتنه کوي؛ ملي اسمبلۍ د سترې محکمې پرېکړه رد کړې‌"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*