په کابل کی د داعش يو لوړپوړي قومندان وژل شوی

په کابل کی د داعش د یو لوړ پوړی قمندان وژل شوی دی
په کابل کی د داعش د یو لوړ پوړی قمندان وژل شوی دی

افغان امنیتی چارواکو ويلي دي چې په کابل کې یې د داعش يو لوړپوړی سيمه ایز قومندان چې هلته يې پر ديپلوماتيکی استازوليو احتمالي بريدونه پلان کړي ول، وژلی دی. ملګرو ملتونو هم د قاري فاتح په نامه دغه کس د داعش ډلې سيمه ایز مشر بللی وو.

د افغان د حکومت وياند د دوشنبې په ورځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره وويل چې ځواکونو یې قاري فاتح چې د «اسلامي دولت» ډلې د سيمه ایزې څانګې د «استخباراتو او عملياتو مشر» يې يکشنبه د شپې په کابل کې د عملیاتو په ترڅ کې وژلی دی.

مجاهد وويل چې فاتح «په کابل کې پر ديپلوماتیکي استازوليو، جوماتونو او نورو هدفونو وروستي بريدونه په مستقيم ډول طراحي کړي ول.»

د اعلامیې په حواله په دې عملياتو کې چې د کابل په خیرخانه سيمه کې ترسره شوي ول، د داعش يو بل غړی هم وژل شوی دی. د سيمې اوسيدونکو هم يکشنبه شپه د فایرونو رپوټونه ورکړي ول.

افغان چارواکو د دوو جسدونو انځورونه هم خپاره کړي دي چې په خرابيو کې پراته دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ۲۰۲۲م کال د جولای مياشتي په يوه رپوټ کې فاتح د داعش يو مهم مشر ياد شوی وو او پر نوموړي په هند، ايران او منځنۍ آسيا کې د بريدونو د پلانولو تور لګول شوی وو.

په افغانستان کې د د جمهوریت د سقوط وروسته بيا واک ته له رسېدو سره سم تاوتريخوالی په دراماتيکه توګه راکم شو خو په تېر ميلادي کال کې امنيتي وضعيت تر یو شمیر خونړيو بريدونو وروسته خراب شو چې پړه يې د داعش سيمه ایزې څانګې پر غاړه درلودله.

داعش ډله د جمهوریت د سقوط نه وروسته په يوه ستر امنيتي چيلینج بدله شوې ده او پر بهرنيانو، مذهبي اقليتونو او حکومتي تاسيساتو بريدونه کوي.

داعش ډلې په دسمبر میاشت کې په کابل کې په يوه هوټل کې د فایرونو پړه هم منلې وه چې پنځه چينايي وګړي پکې ټپيان شوي ول.

په همدې دسمبر میاشت کې دې ډلې په کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد وکړ. د پاکستان حکومت دا بريد د خپل سفير د «وژلو هڅه» وبلله. همدا راز په جنورۍ میاشت کې دې ډلې بيا په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه د ځانمرګي بريد پړه هم ومنله چې ۱۰ کسان پکې ووژل شول.

د روسیې سفارت پر عملې د ځانمرګي بريد پړه هم داعش پر غاړه اخيستې وه. ياد بريد په سپتمبر مياشت کې د روسیې سفارت ودانۍ دباندې شوی وو.

همدا شان په کابل کې د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر میاشتې د بريد پړه هم افغان حکومت پر داعش ور اچولې وه چې د ۵۱ نجونو او ښځو په ګډون پکې ۵۴ کسان ووژل شول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په کابل کی د داعش يو لوړپوړي قومندان وژل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*