
په کنمېنګ نندارتون کې له ګډونه د افغان سوداګرو رضایت
یو شمېر افغان سوداګر چې د چین د کنمینګ په نهم نړۍوال نندارتون کې یې ګډون کړی، په دغه سوداګریز نندارتون کې پر ګډون خوښي څرګندوي.
دوی وايي چې د دغه نندارتون په لړ کې یې خپل یوه برخه محصولات پلورلي دي او له بهرنیو پېرېدونکو سره یې خبرې کړې دي.
محمدعمر، چې په دغه نندارتون کې یې غرفه درلوده، ویلي دي: «موږ ډېر ښه پلور درلود او دلته هغه کسان چې هټۍوال وو، هغوی هم زموږ له غرفې زیات څه واخیستل. موږ له دې نندارتونه ډېر خوښ يو.»
محمدشفيع، بل افغان غرفهلرونکی وايي: «نندارتون ډېر عالي او بريالی و. انشاءالله د راتلونکي نندارتون نېټه په ۲۵مې ده چې په شينينګ، کې به ترسره شي.»
دا شپږ ورځنی نندارتون د بېلابېلو هېوادونو د څه باندې ۱۴۰۰شرکتونو کوربه دی او د افغان سوداګرو لپاره پکې ۸۸ غرفې ځانګړې شوې دي.
د افغانستان د غالیو د تولیدونکو او صادروونکو د اتحادیې پر باور، په دغه راز نندارتونونو کې د افغان سوداګرو فعال ګډون د غالۍ سکټور د ودې لپاره یو مناسب فرصت دی.
عبدالمنان حیدري
عبدالمنان حيدري، د افغانستان د غاليو د توليدوونکو او صادرونکو د ټولنې اجرایيوي ریيس ويلي: «هغه کسان چې چين ته تللي وو، دا فرصت یې درلود چې په دوو نندارتونونو کې ګډون وکړي، له همدې امله هغوی کولای شي لا ښه فعاليت وکړي، لا ښې اړیکې جوړې کړي او لا ښې هوکړې او تړونونه لاسلیک کړي.»
د دغه نندارتون په لړ کې د رئیسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل چې اسلامي امارت له چین او د سویلي اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
ښاغلي حنفي ټینګار وکړ چې افغانستان د منځنۍ، سویلي او ختیځې اسیا ترمنځ د اړیکو پر پله بدلېدای شي.
لومړی نظر وکړئ on "په کنمېنګ نندارتون کې له ګډونه د افغان سوداګرو رضایت"