په پېښور کې د پرونۍ چاودنې د وژل شویو شمېر ۸۳ ته رسېدلی

پېښور کې
پېښور کې

په پېښور کې د یوه جومات دننه د پرونۍ ځانمرګې حملې د وژل شویو شمېر ۸۳ ته ختلی دی.

د پېښور د مرکزي روغتون ویاند محمد اعظم خان نن سهار رسنیو ته ویلي چې د تېرې شپې پر مهال نور جسدونه هم تر خاورو لاندې را ایستل شوي دي.

هغه اندېښنه وښوده چې د پولیس لاینز سیمې د جومات د یوې برخې د نړېدو له کبله اندېښنه شته چې د وژل شویو په شمېر کې نور بدلون هم راشي.

په راپورونو کې د ټپيانو شمېر شاوخوا ۱۵۰، خو ځینو رسنیو بیا د ۵۷ ټپیانو یادونه کړې ده.

له دې سره همهاله د خیبرپښتونخوا سرپرست اعلی وزیر محمد اعظم خان د قربانیانو په ویر نن په دې ایالت کې عمومي ویر اعلان کړی دی.

که څه هم د پاکستاني طالبانو یوه قومندان سربه کف مهمند ادعا وکړه چې برید دوی ترسره کړی، خو وروسته د دغې ډلې ویاند محمد خراساني برید کې لاس لرل رد کړل.

په پېښور کې د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې د پرونۍ چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۳ ته لوړ شوی. دې برید ته په کور د ننه او بهر په پراخ کچ توند غبرګونونه ښودل شوي دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش یوه ویاند سټیفن دوچارېک تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ښاغلی ګوتېرېش د پې‍ښور په یوه جومات کې ځانمرګی برید په کلکه غندي. دی وايي په ځانګړې توګه دا برید چې په یوه عبادتځي شوی، ناوړه عمل دی

خبرگزاری فرانس پرس به نقل از مقام‌های بهداشتی پاکستان گزارش داده است که آمار کشته شدگان حمله بر یک مسجد در شهر پشاور خیبرپختونخوا به ۸۳ تن رسیده است. در گزارش آمده است که ۱۵۰ تن دیگر در این رویداد زخم برداشته اند

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په پېښور کې د پرونۍ چاودنې د وژل شویو شمېر ۸۳ ته رسېدلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*