
د ا.ا. د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ سهار کابل ښار په نهمه حوزه کې د کور او ښار جوړولو وزارت دروازې ته څیرمه په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه د یو تن د وژل کیدو او درې نورو ټپي کیدو خبر ورکړی دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجنشبې په ورځ فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۵) امریکا غږ ته دا ځانمرګی برید تائید کړ او ویې ویل چې مخکې له دې چې بریدګر د کور او ښار جوړولو وزارت ودانۍ ته ننوځي، د امنیتي ساتوونکو له خوا پیژندل شوی او له منځه وړل شوی دی.
هغه وویل: “متاسفانه چې نن یو ځانمرګي بریدګر غوښتل چې وزارت ته داخل شي، په دروازه کې د مجاهدینو له خوا [ا.ا. ساتوونکو] وپيزندل شو او الحمدالله هدف ته د رسیدو مخکې ووژل شو، ددې له امله چې نږدې ورسره ځینې کسان وو [پیښې ځای] درې ټپیان او یو شهید لرو”.
تر اوسه د ا.ا.امنیتي چارواکو د پنجشنبې د ورځې د سهار پر مهال ددغه ځانمرګي برید دقیقه نیټه نه ده ښودلې. د ځینو سرچینو د راپورونو له مخې دغه بریدګر غوښتل چې د ا.ا. د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت دننه ددغه وزارت پر یو مرستیال باندې چې په راپورونو کې یې نوم نه دی ښودل شوی برید وکړي.
په دغو راپورونو کې په دې برید کې د وژل شویو کسانو شمیر دوه او د ټپیانو شمیر درې تنه ښودل شوی دی.
تر اوسه ددغه برید مسوولیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. دا په کابل کې د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت کې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر د میاشتې په ۱۱ (لیندۍ ۲۱) د دغه وزارت پر سرپرست خلیل الرحمان حقاني باندې د برید وروسته چې په پایله کې یې هغه او ددغه وزارت څو تنه کارکوونکي مړه او ټپیان شو د ا.ا. پر لوړپوړو چارواکو د برید دوېیمه هڅه ده.
د ګډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت کې پر خلیل الرحمان حقاني باندې د ځانمرګي برید مسوولیت د اسلامي دولت د خراسان څانګې داع/ش په غاړه اخیستی وو.
داع/ش ډلې د کندز په ولایت کې د تیرې سه شنبې په ورځ د کابل بانک یوې څانګې مخ ته د ځانمرګي برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی. په دې برید کې د ا.ا. د امنیتي ساتوونکو په ګډون لږ ترلږه پنځه تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي وو.
د فرانس پریس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۴) د داع/ش د ډلې د تبلیغاتي څانګې له قوله ویلي چې ددغې ډلې اړوند یو ځانمرګي بریدګر کندز کې د کابل بانک د څانګې مخ ته ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړې، چې د ا.ا. وسله وال د معاشونو د اختیستلو لپاره د بانک مخې ته راټول شوي وو.
په کندز کې د ا.ا. د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار د سه شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې دا برید په ځايي وخت د سهار په ۸:۳۵ شوی.
هغه وویل: “نن ورځ سه شنبه ۸:۳۵ مخکې له غرمې د کندز ولایت کابل بانک ته څیرمه یو ځانمرګي بریدګر چې ځان پورې یې منفجره مواد پیچلې و بانک ته څیرمه یې ځان ته انفجار ورکړی چې په تعداد د پنځه تنه مجاهدین [ا.ا. ] او عام وګړې د بانګ د محافظینو په شمول شهیدان او اووه تنه یې زخمیان کړي دی”.
د ا.ا. د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم امریکا غږ ته د لومړنیو معلوماتو پر اساس وویل چې په دې برید کې پنځه کسان مړه شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه وویل چې د پیښې په اړه به جزئیات وروسته رسنیو سره شریک شي.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې د پیښې په تړاو تر دامهاله څوک ندې نیول شوې خو د کندز ولایت امنیه قومانداني له اړوندو ارګانونو سره په هڅو کې ده تر څو د پیښې عاملین پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپارې.
ییذ ژذذذړرډړزر
ررډټوټټیړريززووذغککماسشښږږرډدغغعد
ذريييپ