
د اطلاعاتو او کلتور وزارت او بیهقي له لورې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په کابل کې د کتابونو یو اوونیز نندارتون جوړ شو.
په دغه نندارتون کې د څه باندې سلو خپرونکو له لوري د بېلابېلو برخو زرګونه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د نندارتون جوړونکي غوث الدین کمال وویل: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د بیهقي کتابونو ریاست او سلګونو کتاب خپرونکو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت دلته په کابل کې دغه نندارتون د یوې اونۍ لپاره جوړ کړی دی.»
احمد فیاض چې د دغه نندارتون یو لیدونیکی دی او په نندارتون کې د خپلې خوښې کتابونه لټوي وایي د دا ډول نندارتونو پر جوړول خوښ دی.
دغه ځوان د دغه راز نندارتون جوړېدل د مطالعې د کلتور په دودېدو کې مثبت ګام ګڼي.
هغه وویل: « که دا ډول نندارتونونه ډېر شي نو د خلکو ترمنځ به د کتاب لوستې دود ډېر شي.»
هغه کتاب خپرونکي چې په دغه نندارتون کې یې خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړي، هم خوښ او راضي ښکاري.
کتاب خپرونکي کمال الدین د طلوع نیوز خبریالې ته وویل: « په دې څو ورځو کې زموږ ډېر کتابونه وپلورل شول.»
بل کتاب خپرونکي ادریس داسې وویل: « روژه ده او د خلکو پام هم ډېر د دیني کتابونو په لور دی. بازار مو ښه دی خو تېر کې له دې هم ښه و.»
د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون به تر پنځو نورو ورځو د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.
هغه وویل: « که دا ډول نندارتونونه ډېر شي نو د خلکو ترمنځ به د کتاب لوستې دود ډېر شي.»
هغه کتاب خپرونکي چې په دغه نند ارتون کې یې خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړي، هم خوښ او راضي ښکاري.
کتاب خپرونکي کمال الدین د طلوع نیوز خبریالې ته وویل: « په دې څو ورځو کې زموږ ډېر کتابونه وپلورل شول.»
بل کتاب خپرونکي ادریس داسې وویل: « روژه ده او د خلکو پام هم ډېر د دیني کتابونو په لور دی. بازار مو ښه دی خو تېر کې له دې هم ښه و.»
د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون به تر پنځو نورو ورځو د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د یوې اونۍ لپاره د کتابونو نندارتون جوړ شو"