د افغانستان یوه کلي ته په لومړي ځل د موټر رسېدو لمانځنې

کلي
Photo by M.A Sarwari

په ۲۱مه پېړۍ کې د افغانستان په یوې ګوښې کلي کې، ځايي خلک په لومړي ځل د موټر ورتګ په داسې ولولو لمانځي چې یو کمساری کار بلل کېږي. د ختیځ ولایت کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ ګرو او کڅۍ کلي ګڼ شمېر خلک د هغه موټر لیدو ته ور ټول وو، چې په لومړي ځل د لارې جوړېدو وروسته ور ورسېد.

دغه کلی چې د پیچ درې د سیند پر غاړه د غره لمنه کې ودان دی، خلکو یې د ولسوالۍ بازار، ښونځي او روغتون ته د موټر لار نه درلوده او د سیلابونو او اوبو ډېرېدو پر وخت لرګین پل ډېر کله پر سیند لاهو کېده.

ځايي اوسېدونکي وايي، په وار وار یې له حکومته غوښتي و چې دغلته د لسګونو کورنیو د ستونزو حل لپاره دې پل جوړ کړي، خو د بودیجې نه درلودو په پلمه یې دغه غوښتنه همداسې د کاغذ پر مخ لیکلې پاتې وه. په دې وروستیو کې د سیمې اوسېدونکو هوډ وکړ چې پر ولسي چندې او اشر سره دغلته د پل جوړلو چارې پیل کړي. همداسې وشول او خلکو د خپل ټینګ هوډ پایله ولیده.

د دغه کلي یوه اوسېدونکي مولوي لطیف الله حمید بي بي سي پښتو ته وویل د بشریت په تاریخ کې په لومړي ځل د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې زموږ کلي(ګرو) ته موټر راغی. هغه وايي، “په دغه ستر کار کې د کلي د ځینو مخلصو مشرانو پرلپسې هڅې او څارنه نه هېرېدونکې وه. د یو شمېر با شعوره ځوانانو ستړیا او جذبه هم د ستایلو او تحسین ده.”

ښاغلی حمید وايي، کله چې لومړی موټر له پله تېر شو، د کلي ماشومان ترې را تاو وو، خوښۍ یې کولې مشرانو پرې خواږه شیندل او هلته د سپین ږیرو ځوانانو او نجونو او هلکانو خوښي د هېچا له سترګو نه پټېده.

مولوي لطیف الله حمید زیاتوي “مخکې دلته یو کېبلي پل و، هر وخت یې د زانګو په څېر ټالۍ وهلې او ړپېده، هر وخت ترې د ماشومانو او ښځینه وو د غورځېدو امکان موجود و.”

ښاغلي حمید وویل، په سر کې مو د کلي د هر اوسېدونکي پر سر درې درې سوه افغانۍ راټولې کړې، زموږ د ټولو کلیوالو راټولې شوې پیسې یوازې شپږ سوه زره افغانۍ شوې چې د پله او سړک د جوړلو لپاره ډېر کمې وې، “وروسته مې پر فېسبوک دا موضوع له خلکو سره شریکه کړه او پر خلکو مې د مرستې غږ وکړ. د تېر کال په مرغومي میاشت کې مو د پله او سړک جوړولو پر چارې پیل وکړ.

دا دی یو کال وروسته پل او د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي سړک چې شپږ متره پلنوالی لري بشپړ شول. ټول اویا لکه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی. په هېواد کې دننه او بهر افغانانو پکې ونډه واخیسته او پیسې یې را ټولې کړې.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان یوه کلي ته په لومړي ځل د موټر رسېدو لمانځنې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*