کندز کې د کابل بانک مخ ته ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې ده

د کندز ولایت په مرکز کې نن سه شنبه فبروري ۱۱ (سلواغه ۲۳) د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې د ا.ا. چارواکو په وینا، لږ ترلږه پنځه تنه یې وژلي او اوه نور یې ژوبل کړي دي.

په کندز کې د ا.ا. د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار امریکا غږ ته وویل چې دا برید په ځايي وخت د سهار په ۸:۳۵ شوی.

هغه وویل: “نن ورځ سه شنبه ۸:۳۵ مخکې له غرمې د کندز ولایت کابل بانک ته څیرمه یو ځانمرګي بریدګر چې ځان پورې یې منفجره مواد پیچلې و بانک ته څیرمه یې ځان ته انفجار ورکړی چې په تعداد د پنځه تنه مجاهدین [ا.ا. ] او عام وګړې د بانګ د محافظینو په شمول شهیدان او اووه تنه یې زخمیان کړي دی”.

د ا.ا. د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم امریکا غږ ته د لومړنیو معلوماتو پر اساس وویل چې په دې برید کې پنځه کسان مړه شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه وویل چې د پیښې په اړه به جزئیات وروسته رسنیو سره شریک شي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې د پیښې په تړاو تر دامهاله څوک ندې نیول شوې خو د کندز ولایت امنیه قومانداني له اړوندو ارګانونو سره په هڅو کې ده ترڅو د پیښې عاملین پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپارې.

ددې دمخه جمعه الدین خاکسار سیمه ییزو رسنیو ته ویلي وو چې دا چاودنه نن سهار د کابل بانک مخې هغه مهال و شوه چې د ا.ا. د حکومت مامورین او نور عام وګړي د خپلو معاشونو اخیستلواو له بانک څخه د پیسو د ایستلو لپاره ددغه بانک مخې ته راټول شوي وو.

د پیښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې د ا.ا. د امنیتي منسوبینو په ګډون مامورین د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره د کابل بانک مخ ته راټول شوي وو، چې له امله یې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دې چاودنه کې اکثره تلفات د ا.ا. د کندز او تخار ولایتونو امنیتي منسوبینو ته چې دغه بانک ته د معاش د اخیستلو لپاره تللي وو رسیدلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو راپورونو کې چې د ا.ا. له خوا په رسمي ډول تائید شوي نه دي ویل شوي چې په دې چاودنه کې ۲۵ کسان مړه شوي او تر ۱۵ پورې نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو پر اساس ټپیان د پیښې له ځایه د ا.ا. د عمري ۲۱‍۷ قول اردو روغتون ته انتقال شوي دي.

تراوسه لا کومې ډلې ددې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*