
د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمیرې ښیي چې افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې له ایران سره د ۳ میلیارده ډالر او ۳۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.
د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې له دې منځه ۵۵ میلیونه ډالره یې د افغانستان صادرات دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد داسې وايي: د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۱۴۰۳ کال کې درې میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالره وه چې له منځه یې ۵۵ میلیون ډالره صادرات او درې میلیارده او ۳۱۱ میلیون ډالره واردات وو.
بل خوا، یو شمېر ایراني رسنیو د ایران د ګمرک د رییس له قوله راپور ورکړی چې ایران د۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۱۸مې د ۲.۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت غیرنفتي توکي افغانستان ته صادر کړي دي.
د دغه راپور له مخې، افغانستان په دې موده کې د ایران پنځم لوی صادراتي هدف و.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر په دې اړه وايي: له ایران سره د سوداګرۍ یوه ګټه دا ده چې موږ ته د چابهار بندر فرصت برابرولی شي. موږ ته د ازادو اوبو لار هم پرانیزي او له دغې لارې بیا نړۍ ته خپل توکي استولی شو.
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، میر شاکر یعقوبي هم داسې وايي: ځینې نور لاملونه چې له ایران سره یې سوداګري زیاته کړه د ایران د پیسو راټیټېدل دي چې افغانستان ته یې توکي په ارزانه بیه راځي او همدا لامل شو چې له ایران سره یې زموږ د راکړې ورکړې کچه لوړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو، د پاکستان له لوري د سوداګریزو ستونزو له امله، د کراچۍ له بندره د افغانستان ټرانزیټ ۸۴ سلنه کم شوی، خو د عباس بندر له لارې بیا ۹۵ سلنه زیات شوی دی.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان تېر کال له ایران سره څه باندې ۳ میلیارده ډالر سوداګري کړې"