د مرستو درېدل؛ ځینې افغان میندې په اراموونکو درملو خپل وږي ماشومان اراموي

افغان میندې

په داسې حال کې چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې پاموړ کمې شوې دي، ځینې افغان میندې خپلو ماشومانو د خوړو برابرولو کې له شدیدو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ان ځینې وخت یې د ارامولو لپاره اراموونکي درمل یا عادي چای ورکوي.

سهیلا نیازۍ چې د کابل په ختیځ‌ کې له خټینو خښتو جوړ د خپل کور پر غولي ناسته وه راته وویل: “وروستی ځل چې ما د خپل ماشوم لپاره شیدې اخیستې وې، دوې میاشتې مخکې وو.”

د هغې کور ته سړکونه نه شته، باید په خټو ډکو لارو کې ورشئ چې د مردارو اوبو بوی له لیرې تر پوزو رسېږي.

سهیلا کونډه ده. هغه شپږ اولاده لري، چې تر ټولو کوچنی یې د حسنا فقیري په نامه ۱۵ میاشتنۍ لور ده.‌ هغه چای چې سهیلا اشاره ورته کوي، افغانستان کې دودیز چای دی چې زیاتره وګړي یې څښي. په ګرمو اوبو کې جوش شوې شنې پاڼې چې شیدې او بوره ونه لري. په دې کې هېڅ نه شته خو دا یې خپلې ماشومې ته د تغذیې په توګه ورکوي.

سهیلا یوه له هغو لسو میلیونو خلکو ده چې تېر کال د ملګرو ملتونو نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) څخه د بېړنیو خوراکي مرستو ترلاسه کول پرې بند شول.

سهیلا وايي د طالبانو واکمنۍ کې نه شي کولای بهر کار وکړي او خپلې کورنۍ ته خواړه چمتو کړي:

“داسې شپې وې چې موږ د خوراک لپاره څه نه درلودل، زه خپلو ماشومانو ته وایم چې د شپې په دې وخت کې سوالګري ته چېرې ولاړه شم؟ دوی د لوږې په حالت کې ویده کېږي او کله چې ویښ شي زه حیرانه یم چې څه وکړم؟ یو ګاونډي موږ ته یو څه خواړه راوړي چې ماشومان یې خوړلو ته لېواله وي او هر یو وايي چې ماته یې راکړه، ماته یې راکړه، زه هڅه کوم پر دوی یې په مساوي ډول ووېشم چې ارام شي.”

“ځینې وخت یې ګورم چې هغه ژوندۍ ده که مړه” افغان میندې

سهیلا وايي چې د خپلې وږې ماشومې نجلۍ د ارامولو لپاره، هغې ته د “خوب درمل” ورکوي.

“زه یې د دې لپاره ورکوم چې له خوبه راپا نه څي او شیدې وغواړي ځکه چې زه هغې ته هېڅ شیدې نه لرم. هغه د درملو له ورکولو وروسته له یوه سهار څخه تر بل سهار پورې ویده کېږي. ځینې وخت یې ګورم چې هغه ژوندۍ ده که مړه.”

موږ د هغو درملو په اړه وپوښتله چې هغه یې خپلې لور ته ورکوي او وموندله چې دا یو عام انټي هسټامین یا د الرجۍ ضد درمل دی. دا اراموونکي درمل جانبي عوارض هم لري.

ډاکټرانو موږ ته ویلي که څه هم دا د اراموونکو درملو او د خپګان ضد درملو پرتله لږ زیان لري، موږ موندلي چې د ځینو افغان والدینو لخوا خپلو وږیو ماشومانو ته ورکول کېږي، په لوړه اندازه درمل کولی شي د تنفسي ګډوډۍ او ستونزې لامل شي.

سهیلا وايي چې مېړه یې یو عام وګړی و چې په ۲۰۲۲ کال کې په پنجشیر ولایت کې د طالب ځواکونو او د طالبانو پر وړاندې د (مقاومت کوونکو) ترمنځ په جګړه کې ووژل شو. د هغه له مړینې وروسته، سهیلا د خوړو نړیوال سازمان لخوا پر ورکړل شوي مرسته – اوړو، غوړيو او لوبیا ډېره تکیه وکړه.

اوس WFP وايي چې یوازې درې میلیونه خلکو ته اکمالات چمتو کوي – د هغو له څلورمې برخې څخه لږ چې له سختې لوږې سره مخامخ دي.

د سهیلا بشپړه تکیه د خپلوانو یا ګاونډیانو پر مرستو ده.

ډېری وخت چې موږ هلته په دې کورنۍ کې پاتې شوو، ماشومه حسنا خاموشه او بې حرکته پرته وه.

افغان میندې
د عکس تشریح، کابل کې د ماشومانو یوازېني روغتون (اندرا ګاندي) روغتون کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو برخه

د یونیسف په وینا، په هېواد کې له دریو میلیونو څخه زیات ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي. حسنا هم په اوسط ‌ډول له دغو خوارځواکو ماشومانو یوه ده. ملګري ملتونه وايي د دغو ماشومانو له څلورمې برخې ډېر یې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې دا په افغانستان کې تر ټولو بده پېښه ګڼل کېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې چې (ICRC)روغتیایي کارمنانو ته معاشونه ورکول او له ۳۰ ډېرو روغتونونو ته یې درمل او خواړه چمتو کول، په ۲۰۲۱ کال د رژیم له بدلېدو وروسته یې مرستې په بېړنۍ توګه د لنډ مهال لپاره بندې شوې.

اوس د خپلو فعالیتونو د غځولو لپاره سرچینې نه لري او د افغانستان د ماشومانو یوازېنی روغتون (په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون) په ګډون پر ډېرو روغتیایي بنسټونو مرستې درېدلې دي.

د طالبانو له خوا د روغتون د سرطبیب په توګه ګومارل شوي ډاکټر محمد اقبال صادق راته وویل: “د ډاکټرانو او نرسانو معاش اوس له حکومت څخه راځي. د دوی ټولو معاشونه نیمايي ته را ټیټ شوي دي.”

روغتون خپله د بهرنیو ناروغانو څانګه هم تړلې ده او یوازې د هغو کسانو لپاره خدمات وړاندې کوي چې روغتون ته د تللو د اړتیا وړ دي. افغان میندې

د خوارځواکۍ وارډ ډک دی او په ډېرو ورځو کې، دوی باید په یوه بستر کې له یو څخه زیات ماشومان وساتي.

په یوه کونج کې سمیه ناسته ده. په ۱۴ میاشتني عمر کې د هغې وزن د نوي زیږېدلي ماشوم په څېر دی، د هغې کوچنۍ مخ د یوه ګونځې مخي بوډا سړي په څېر ښکاري.

د هغې تر څنګ محمد شفیع دی. دی د یوه ۱۸ میاشتني ماشوم پرتله نیمايي وزن لري. پلار یې طالب جنګیالی و، په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شو. مور یې د ناروغۍ له امله مړه شوه.

کله چې موږ د هغه د کټ تر څنګ تېرېږو، د هغه بوډۍ نيا حيات بي بي راغله او پرېشانه ښکارېده او غوښتل یې خپله کیسه راته بیان کړي.

افغان میندې
د عکس تشریح، د محمد پالونکې اوس د هغه نیا ده. د ده پلار په یوه ټکر کې وژل شوی او مور یې له یوې ناروغۍ مړه شوې ده

نوموړې وايي، طالبانو روغتون ته د هغې د لمسي په راوړلو کې مرسته وکړه، خو نه پوهېږي چې څه به وشي.

حيات بي بي چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې وویل: “زه د خداى په رحمت تکيه کوم، بل ځاى نه لرم چې ورشم. زه په بشپړه توګه ورکه شوې يم. زما سر دومره درد کوي چې فکر کوم وبه چوي.”

د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد مو وپوښتل څه یې وکړل چې نړیواله ټولنه نورو مرستو کولو ته قانع کړي؟

هغه راته وویل: “مرسته بنده شوې ده ځکه چې د مرستندویه هېوادونو اقتصاد ښه نه دی او دوه لوی ناورینونه دي – کوویډ او په اوکرایین کې جګړه. نو موږ له دوی د مرستې تمه نه شو کولی”. افغان میندې

“موږ باید په ځان بسیا شو. زموږ اقتصاد ثبات لري او موږ د کانونو قراردادونه ورکوو چې په زرګونو دندې به رامنځته کړي. خو البته زه دا نه وایم چې مرستې باید کمې شي ځکه چې موږ لا هم له ننګونو سره مخامخ یو.”

ایا هغه درک کړه چې د طالبانو تګلارې هم د ستونزې یوه برخه وه؟ دا چې بسپنه ورکوونکو نه غوښتل داسې یو هېواد ته پیسې ورکړي چېرې چې حکومت په مېرمنو سخت بندیزونه لګولي وي؟

ښاغلي مجاهد وویل: “که مرستې د فشار د وسیلې په توګه وکارول شي، نو اسلامي امارت خپل ارزښتونه لري چې په هر قیمت به یې ساتي. افغانانو په تېر کې هم زموږ د ارزښتونو د ساتنې لپاره سترې قربانۍ ورکړي او د مرستو بندېدل به هم زغمي.”

د هغه خبرې به د ډېرو افغانانو د ارامۍ لامل نه وي. د هېواد دوه پر دریمه برخه خلک نه پوهېږي چې د دوی راتلونکي خواړه به له کوم ځای څخه راځي. افغان میندې

د څلورو ماشومانو مور وايي، په کوڅه کې له خوړو پلرولو منع کړل شوې ده
د عکس تشریح، د څلورو ماشومانو مور وايي، په کوڅه کې له خوړو پلرولو منع کړل شوې ده

د کابل په یوه کوڅه کې یوه سړه او نمجنه خونه کې له یوې ښځې سره ګورو چې وايي طالبانو په کوڅه کې د هغې د مېوې، سبزي، جرابو او نورو شیانو پر خرڅولو بندیز ولګاوه.

د هغې مېړه د جګړې په جریان کې وژل شوی او اوس څلور ماشومان لري چې پالنه یې کوي. هغه نه غواړي نوم یې واخیستل شي.

هغه د خبرو پرمهال زړه ماتې ښکاري.

وايي: “هغوی باید لږ تر لږه موږ ته اجازه راکړي چې کار وکړو او په صادقانه توګه ژوند وکړو. زه په خدای قسم کوم چې موږ بد کار ته نه ځو. موږ یوازې د خپلو ماشومانو لپاره د ډوډۍ ګټلو لپاره ځو او دوی موږ دا ډول ځوروي.”

هغه اوس اړه شوې چې خپل ۱۲ کلن زوی کار ته ولېږي. افغان میندې

وايي: “له یو طالب ورور مې وپوښتل که پیسې ونه ګټم خپلو ماشومانو څه خواړه ورکړم؟ هغه راته وویل زهر ورکړه، خو له کوره مخ راوځه. د طالبانو حکومت دوه ځله ما ته پیسې راکړې، خو بس نه دي”.

د طالبانو له بیا واکمنېدا مخکې، د عامه لګښتونو درې پر څلورمه برخه له بهرنیو پیسو اخیستل کېده چې په مستقیم ډول پخواني رژیم ته ورکول کېده. دا د ۲۰۲۱ په اګسټ کې ودرول شوه او اقتصاد ورسره څپ څپانده شو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د مرستو درېدل؛ ځینې افغان میندې په اراموونکو درملو خپل وږي ماشومان اراموي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*