په پلازمېنه کې یو شمېر ځوانان د وزګارۍ له زیاتوالي شکایت کوي

پنځه ویشت کاله عمر لري او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د عامه اړیکو له څانګې فارغ شوی دی.

نوموړی وایي له دې امله چې په خپل مسلک کې ورته د کار زمېنه برابره نشوه د جامو پلورلو ته یې مخه کړې خو هیله یې په خپل مسلک کې د دندې پیدا کول دي.

د کابل اوسېدونکي، شهزاد و ویل: «اوس مې هم همدا هیله ده چې زه مې له همدې څانګې یوه دنده یوه ښه دنده ترلاسه کړم. زه هم غواړم چې د نورو په څېر چې زده کړې یې کړې دي او کار کوي، کار کول غواړم.»

رفیع الله بل ځوان دی چې د اقتصادي ستونزو له امله د کابل په واټونو کې سابه پلوري څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي.

نوموړی وایي ورځنۍ ګټه یې له درې سوه افغانیو کمه ده او له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته د کار زمېنه برابره کړي.

د کابل اوسېدونکي، رفیع الله و ویل: «دولت باید د کار زمینه برابره کړي، پروژې باید پیل شي نور څه نه غواړو، شکر ارامي ده.»

بل لور ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام له مرستیال سره په لیدنه کې ځوانانو ته د بنسټیزو کارونو په ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویل چط د ځوانانو د اقتصادي ستونزو د حل کېدو په موخه باید یوه روښانه تګلاره جوړه او عملي شي.

نوموړې دغه راز د خوړو نړیوال پروګرام له مرستیاله غوښټي چې په تخنیکي مرکز کې د انلاین کار پروګرام ځای پر ځای کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، محمد یونس راشد و ویل: «ډبلیو اف پي باید د نالوستو ځوانانو ترڅنګ لوستو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړي ځکه لوستي ځوانان له بې روزګارۍ سره مخ دي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د مرستو له کموالي خبر ورکوي او ویلي یې دي چې یاد بنسټ په مې میاشت کې کولای شي له ۲ اعشاریه ۵ میلیونه کسانو سره مرسته وکړي خو تر دې وروسته به د مرسته ترلاسه کوونکو شمېر څلور سوه زره تنو ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې بیکاري او بې وزلي لامل شوې ډیری هیوادوال په بشري مرستو باندې متکي کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په پلازمېنه کې یو شمېر ځوانان د وزګارۍ له زیاتوالي شکایت کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*