په بدخشان کې چاودنې درې طالب سرتېري وژلي، پنځه ټپیان دي

د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې چاودنې “درې” طالب سرتېري وژلي او پنځه نور ټپیان دي.‌

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه نن چارشنبه په ځايي وخت ۱۱ بجې پر هغو طالب سرتېرو شوې، چې “د کوکنارو فصل له منځه وړلو لپاره روان وو.”

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اېکس لیکلي چې د دې پېښې په اړه پلتڼه کوي. تر اوسه کومې ډلې د دغه پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د برخې مشر ذبیح الله امیري بي‌بي‌سي ته وویل، چاودنه د ښار په درېیمه ناحیه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا پېښه د هغه “مین له امله رامنځ ته شوې چې په موټر کې سایکل” کې ځای پر ځای شوی و.

په بدخشان کې یوې ځايی سرچینې بي‌بي‌سي پښتو ته وویل، د چاودنې سیمې ته خبریالان نه پرېښودل کېږي.‌

دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو ارګو او داریم کې د کوکنارو فصل د اړولو پر سر اخ ډب کې دوه کسان وژل شوي وو.

د همدې پېښو په تړاو دغلته لاریونونه هم شوي دي.‌ د طالبانو حکومت له لوري بدخشان کې د کوکنارو له منځه وړلو د بهیر او پر وړاندې یې د رامنځ ته شویو ستونزو د څېړنې په موخه یو پلاوی هم ټاکلی شوی و، چې مشري یې د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت کوله.‌

ښاغلي فطرت په یوه غږیز پیغام کې ټینګار کړی و، چې طالبان د کوکنارو د کروندو اړولو کې جدي دي او د طالبانو ځايي مشرانو ته یې سپارښتنه کړې وه چې د لاریونونو مخه ونیسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ویلي و، هغه ستونزه اوس هواره شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په بدخشان کې چاودنې درې طالب سرتېري وژلي، پنځه ټپیان دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*