امریکا : طالبان باید د افغانستان د خاورې څخه د ترهګریزو بریدونو نه کیدو ډاډ ورکړي

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر دوشنبه مارچ ۱۸ (کب۲۸) وویل چې طالبان باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان د خاورې څخه ترهګریز بریدونه نه کیږي.

میرمن پییر دا څرګندونې په افغانستان باندې د پاکستان هوایي بریدونو ته د متحده ایالاتو د غبرګون په هکله د امریکا غږ یوې پوښتنې په ځواب کې وکړلې.

هغې وویل امریکا پدې راپورونو خبره ده چې د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ یوې نظامي پوستې باندې د ځانمرګي برید په غبرګون کې په افغانستان هوایي بریدونه کړي او پدې دواړو پیښو کې په مرګ ژوبلې یې خواشینې وښوده.

ویاندې زیاته کړه، “مونږ په پاکستان کې په یو برید کې د مرګ ژوبلې او په افغانستان کې په هوایي بریدونو کې د ملکیانو وژل کیدو باندې په ژوره توګه افسوس کوو”.

سره لدې چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پکتیکا او خوست د ولایتونو په دوو ولسوالیو باندې د پاکستاني هوايي ځواکونو د الوتکو بمبارۍ په سختو ټکو غندلي او د پاکستان د پوځ دغه اقدام یې د افغانستان په خاوره تیری بللی دی خو د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې طالبان باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان د خاورې څخه ترهګریز بریدونه نه کیږي.

کارین ژان پییر همدارنګه د پاکستان څخه د زغم څخه کار اخیستو او دې ډاډ ورکولو غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ ضد هلو ځلو کې یې باید ملکیانو ته زیان ونه رسیږي.

هغې وړاندې ویلي، “مونږ له دواړو خواوو (افغانستان – پاکستان) غواړو چې اختلافات په خبرو اترو حل کاندي. مونږ دې ډاډ ورکولو ته ژمن یو چې افغاستان هیڅکله د ترهګرو په خوندي ځای بدل نشي چې هیله یې متحده ایالاتو، زمونږ شریکانو او متحدینو ته زیان رسول دي”.

د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د همدې تیرې شنبې په ورځ وسله والو د پاکستان په یوې پوځې اډې لومړی ځانمرګی برید وکړ چې وروسته ډزې هم وشوې. د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې پیښې کې ټول اووه پاکستاني سرتیري وژل شویدي.

سره لدې چې تر دې وړاندې د دا شان بریدونو د کولو ادعا د پاکستاني طالبانو غورځنګ کوله خو د جیش الفرسان محمد په نامه یوې وسله والې ډلې چې تازه جوړه شوې، ادعا کړې چې په پاکستاني سرتیرو دا برید هغوي کړی.

دا مطلب هم ولولئ

د پاکستان ۷ سرتیري په ځانمرګي برید کې وژل شوي ؛ یوې نوې جوړې شوې وسله والې ډلې یې د کولو ادعا کړې

په پاکستاني مطبوعاتو کې ادعا شوې چې د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ لمنې سیمې کې په هوایي بریدونو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي ټي پي) یو قوماندان عبدالله کور په نښه شوی او دا چې پدې برید کې د هغه میرمن او یو کوچنی زوی وژل شوي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې عبدالله شاه په پاکستان کې دی.

ښاغلي مجاهد ویلي:” د عبدالله شاه په نامه کس چې پاکستانی اړخ یې په پيښه کې د په نښه کیدو ادعا کوي هغه په پاکستان کې دی، بله داچې په یاده سیمه کې په دواړو غاړو کې یو قوم اوسیږي چې ورځنی تګ راتګ او ګڼې خپلویانې لري.”

پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې پټ دې او له همدې ځایه په امنیتي ځواکونو د بریدونو بندوبست کوي خو طالبان بیا د پاکستان دا تورونه ردوي او تل یې ټینګار کړی چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد / هیوادونو پر ضد کار واخلي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا : طالبان باید د افغانستان د خاورې څخه د ترهګریزو بریدونو نه کیدو ډاډ ورکړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*