د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو پلاوی ترکمنستان او یو بل ګڼ کسیزه سوداګریز پلاوی ایران ته تللی

افغانستان کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي مولوي امير خان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ پر گڼو دوه اړخيزو موضوعاتو د بحث لپاره په رسمي سفر ترکمنستان ته تللی دی.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، امیر خان متقي د “ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي رشيد مُررادوف په بلنه هغه هېواد ته په سفر لاړ.”

د نوموړي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پلاوي کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ترڅنگ د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او د افغانستان برښنا شرکت مسؤولين هم ګډون لري.

ترکمنستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره ښې اړیکې پالي، او ورسره راشه درشه لري.

دوه میاشتې وړاندې د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف هم د افغانستان لویدیځ ولایت هرات سرحدي ښارګوټي تورغنډۍ ته سفر کړی و او هلته یې هم له امیر خان متقي سره کتلي و.

افغانستان د برېښنا تر څنګ ډېر نور شیان له ترکمنستان واردوي او دا سفر داسې مهال کېږي چې د افغانستان پلازمینه کابل په ساړه ژمي کې د برېښنا له سخت کمبود سره مخ ده.

طالبانو د سفر او بحثونو واضح اجنډا نده اعلان کړې خو تللي پلاوي ته په کتو اټکل کېږي چې د سفر موخه ډېره اقتصادي بڼه ولري.

ترکمنستاند چابهار بندر په اړه د خبرو لپاره د طالبانو حکومت یو پلاوی ایران ته رسېدلی

ترکمنستان

د طالبانو حکومت یو پلاوی د چابهار بندر په اړه د خبرو لپاره ایران ته رسېدلی. د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت وايي، له ایراني چارواکو سره د دوی د پلاوي خبرې به د هغو هوکړو د پلي کېدا پر څرنګوالي ور ټولې وي چې ایران ته د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تېر سفر پر مهال له ایراني غاړې سره شوې.

د طالبانو حکومت په دې پلاوي کې د اقتصادي چارو معاونیت، سوداګرۍ، ټرانسپورټ بهرنيو چارو او مالیې وزارتونو چارواکي شامل دي.

د سوداګرۍ وزارت په اېکس یوه بیان کې ویلي د دوې پلاوي د سفر موخه دا ده چې د چابهار بندر د ظرفیت پام کې نیولو سره ددې بندر له لارې د صادارتو او وارداتو پراخولو او د هغو هوکړو پر عملي باب له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي چې د ملا عبدالغني برادر د سفر پر مهال له ایراني لوري سره شوې دي.

تېره نومبر میاشت کې ایران ته د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر پرمهال پنځه تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول.

نوموړی چابهار بندر ته هم تللی و او ایراني چارواکو یې تود هرکلی کړی و.

چابهار د افغان سوداګرو لپاره ځکه مهم دی چې له لارې یې د افغانستان صادرات او واردات د هند سمندر له لارې کېدای شي. ترکمنستان

هند هم له همدې لارې له منځنې اسیا سره سوداګري کولی شي.

طالبان
ترکمنستان

افغانستان، هند او ایران د ۲۰۱۶ کال مې میاشت کې د سمندر له لارې د یوه نړیوال دهلېز پر جوړولو هوکړه وکړه او پام‌وړ مالي پانګونه یې پرې وکړه چې چې له افغانستان، ایران او منځنۍ اسیا سره یې د سوداګرۍ کچه لوړه شي او له هغه وروسته د هند په مالي مرسته د چابهار سمندري بندر د پراخولو چارې ګړندۍ شوې.

هند په پیل کې د دې بندر د پراخولو لپاره ۵۰۰ میلیونه په پام کې نیولي وو، خو وروسته یې بودیجه کې پام‌وړ کمی اعلان کړ.

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو له حکومت سره ښه راشه-درشه لري او د طالبانو لخوا معرفي شوی سفیر یې هم منلی، خو د دوی حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدا راهیسې د دوی اړیکي ځینې وخت ترینګلي شوي هم دي او ان د جګړې وېره هم لیدل شوې ده.

دا ترینګلتیا پر ګډه پوله د شخړې له امله رامنځ ته شوې وه.

له پاکستان وروسته ایران د ډېر شمېر افغان کډوالو کوربه دی.

د کډوالو د نړیوال سازمان (ای‌او‌اېم) د رپوټ له مخې، یوازې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ له افغانستان نه شاوخوا ۳،۶ میلیونه افغانان وتلي او ایران او پاکستان ته یې پنا وړې ده.

“د پولې بندول د ایران (ملي لومړیتوب) دی” ترکمنستان

طالبان
ترکمنستان

په تېرو څو کلونو کې ایران په وار-وار له افغانستان سره د کډوالو د ډېر ورتګ، نشه‌يي توکو او امنیتي اندېښنو د لیرې کولو په باب خبرې کړې دي او د (فزیکي موانعو) جوړولو خبره یې کړې ده.‌

په وروستیو کې د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان له افغانستان سره د خپل هېواد شمال ختیځو سرحدي سیمو ته د سفر پرمهال ټینګار کړی چې هلته به پر شاوخوا ۷۴ کیلومتره پوله موانع جوړ کړي.

د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې،‌ نوموړي دا کار د (ایران ملي) لومړیتوب بللی دی.

ایران له افغانستان سره نژدې ۹۲۱ کیلومتره ګډه پوله لري. د سیستان و بلوچستان په ځینو سرحدي سیمو کې لا له وړاندې دغه ډول موانع جوړ شوي دي.

د ایران د کډوالۍ د ملي ادارې مشر عبدالله مبیني د فبرورۍ پر ۲۰مه وویل، ایران یوازې په تېرو ۱۱ میاشتو کې نژدې یو میلیون (ناقانونه) افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

خو له افغان کډوالو سره د ایران د حکومت چلن تل غندلی شوی.

له ایراني په زور د افغان کډوالو ایستلو لړۍ روانه ده.

په وروستیو کې طالب چارواکو ویلي، ایران پنځه سوه زره افغان کډوال په زوره افغانستان ته استولي.

دې کې داسې کډوال هم وو چې ایران کې یې د قانوني اوسېدو سندونه لرله.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو پلاوی ترکمنستان او یو بل ګڼ کسیزه سوداګریز پلاوی ایران ته تللی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*