سیګر: امریکا له افغانستان سره څه د پاسه ۱۷ میلیارده ډالر مرسته کړې

افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره یا سیګر وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته امریکا له افغانستان سره څه باندې ۱۷ میلیارده ډالره مرسته کړې.

سیګر په خپل دغه تازه راپور کې د افغانستان بانک ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالره شتمنۍ چې په سویس کې یوه صندوق ته لېږدول شوې، هم له افغانستان سره د امریکا په مرستو کې شمېر کړې ده.

د سیګر د راپور له مخې، دغه مرستې له افغانستان سره د بشري مرستو او له امریکا سره د افغان همکارانو د لېږد او استوګنې د لګښت په برخو کې شوې دي.

د سیګر په راپور کې راغلي: « د افغانستان اماني صندوق ته درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالر لیږدول شوي، چې موخه یې د افغانانو په ګټه او په اوږدمهال کې د مالي ثبات ساتل دي، که شرایط سم وي، کېدای شي د افغانستان بانک کې په نوې پانګونه کې شامل شي.»

اسلامي امارت بیا په سویس کې د اماني صندوق پیسې د افغانستان د ستراتیژیکو شتمنیو یوه برخه او د افغان ولس اړوندې ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « د افغانستان د خلکو پیسې دي چې غصب شوي دي، او هیڅکله هم د چا احسان نشي کیدای، او اوس هم د افغانانو لاس ته نه دي راغلي، دغه پیسې باید ژر تر ژره ازادې شي او مسوولیت یې لمنځه لاړ شي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري هم وویل: « په اماني صندوق کې پیسې د افغانستان د خلکو پورې اړه لري او د افغانستان د سترتیژیکو زېرمو دي. هیڅ هېواد حق نه لري چې دا خپل حق وګڼي.»

له دې سره سم، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هم د سیګر له لوري د امریکا په مرستو کې د افغانستان بانک د درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالرو شمېرنه ناسمه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي، میر شکېب میر وویل: « سویس کې اماني صندوق ته د افغانستان د درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالرو لېږد او افغانستان سره د امریکا د دولت په مرستو کې د دغو پیسو شمېرنه فکر کوم تېروتنه ده.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، سیر قریشي هم وویل: « دغه پیسې چې افغانستان ته راغلي، موږ له بده مرغه تر دې مهاله د بې وزلۍ کچې په کمېدو، د بې کارۍ کچې کموالي او افغانستان کې د خلکو د پېر ځواک په کچه کې کوم مثبت بدلون نه دی لیدلی.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څېړونکې ادارې د مالوماتو لمخې د دغو پېسو دوه اعشاریه اوو میلیارده ډالر یې پر بشري او پراختیايي مرستو لګول شوي او لس اعشاریه ۸۹ میلیارده ډالر هم امریکا ته د ورغلو افغانانو د لېږد، استوګنې او هغوي د کډوالۍ د منلو پر پروګرام لګول شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سیګر: امریکا له افغانستان سره څه د پاسه ۱۷ میلیارده ډالر مرسته کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*