محسن داوړ د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ژوبل شوی دی

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پخوانی مخکښ محسن داوړ نن د شنبې ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۱) په میرامشا کې د پاکستان د پوځي چاوڼۍ مخې ته د احتجاجي پرلت پرمهال په ډزو ژوبل شوی دی.

د ملي جمهوري غورځنګ یو غړی وايي، چې د دوی یو ملګری وژل شوی، او پنځلس نور ملګري یې ژوبل دي چې د میرامشا روغتون ته یې د درملنې لپاره وړي دي.

د ملي جمهوري غورځنګ یو مخکښ افراسیاب خټک د شنبې ورځ امریکا غږ ته وویل: «زموږ په چېرمین محسن داوړاو نور پر امن ملګرو باندې قاتلانه برېد شوی دی. دوی د ټولټاکنو په پایلو کې د لاس وهنې پر ضد احتجاج پیل کړی وو. محسن داوړ په دې برید کې سخت ټپي دی او روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوې دی.»

افراسیاب خټک زیاته کړه، چې د پاکستان نیمه پوځي (ایف سي) قواو غړو دا حمله کړې ده، د هغوی پر ضد دې عدلي پلټنې پیل شي او و دې نیول شي: «موږ به د ننني برید په اړه خپله کړنلاره وروسته ټاکو خو انتخاباتي کمیسیون ته اجازه نه ورکوو چې دا نتیجه بدله کړي.»

د انتخاباتو د کميسون پر وېبسايټ پر دغه چوکۍ د غیرحتمي نتیجو ترمخه جمعیت علمای اسلام کاندید مصباح الدین ۴۲۹۹۴ رایې ترلاسه کړي او د این ډي اېم مشر محسن داوړ ۳۲۷۶۸ رایې وړي دي.

محسن داوړ په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه شویو ټاکنو کې له شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ د ۴۰ انتخاباتي حوضې څخه کاندید و او په ۲۰۱۸ کې د پاکستان قامي اسمبلۍ ته انتخاب شوی و.

د محسن داوړ د ګوند پلويانو پر ټولنیزو رسنیو د نوموړي عکسونه خپاره کړي چې هغه په ژوبل حالت کې پروت ښکاري او وينې ورڅخه بهېږي.

دا څویم ځل دی چې پر نوموړی بریدونه کېږي، لومړی برید پر هغه په خړ کمر کې وشو چې ژوندی ترې راووت او د روان کال د جنورۍ پر درېیمه هم په شمالي وزیرستان کې په خپله انتخاباتي حلقه کې له برید روغ راووت.

محسن داوړ، پر هغه تر برید مخکې پر اېکس (مخکینی ټویټر) ليکلي دي چې د انتخاباتي کمیسیون ګومارل شوي چارواکي د ټاکنو په پایلو کې چې د نوموړي په خبره ده پکې ډېرې رایې وړي دي، لاسوهنه کوي او نتيجه نه اعلانوي.

نوموړي تور پورې کړی وو چې په شمالي وزيرستان کې د قامي اسمبلۍ پر يوې او د صوبايي اسمبلۍ پر دوو حلقو تر انتخاباتو وروسته په نتیجو کې بدلون راوستل شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "محسن داوړ د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ژوبل شوی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*