
دویمه برخه — ولې اسلامی دولت خراسان څانګه له دیني علماوو څخه وېره لري
د اسلامی دولت د خراسان څانګې د ایډیالوژیکي ناامنۍ یو له خورا روښانه نښو څخه، د هغو مسلمانو دیني عالمانو پرله پسې په نښه کول دي چې د اسلام په اړه د دې ډلې تفسیر ردوي. په ټول افغانستان او پاکستان کې، هغه علماء چې د تکفیري تاوتریخوالي مخالفت کوي، ورځ تر بلې په یو خطرناک دریځ کې واقع کېږي: دوی دومره نفوذ او اغېز لري چې له پامه غورځول کېدی نشي، او په عین حال کې داسې مشروعیت لري چې په اسانۍ سره یې بېاعتباره کول ممکن نه دي.
له همدې امله، داعش خراسان او د هغوی تبلیغاتي شبکې ډېر ځله دیني علماء د مرتدینو، له حکومتونو سره د همکارانو یا د حقیقي اسلام د دښمنانو په توګه انځوروي. د دوی هدف یوازې یوه کلامي یا فقهي اختلاف نه دی، بلکې د سیالو دیني مراجعو او واکمنیو له منځه وړل دي.
دا بهیر په زیاتېدونکي توګه ښکاره دی. په ۲۰۲۳ کال کې، داعش خراسان د پاکستان په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمن څانګې پر یوې سیاسي غونډې د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست، چې پکې له شپېتو زیات کسان ووژل شول. داعش خراسان په انتخاباتي سیاست کې د دې ګوند ګډون د ارتداد او له ډیموکراسۍ سره د همکارۍ روښانه ثبوت ګاڼه.
داعش خراسان همدارنګه په مکرر ډول هغه انفرادي علماء په نښه کړي چې له افراطګرۍ ضد یا دودیزو سني خوځښتونو سره تړاو لري. په ۲۰۲۲ کال کې، د دې ډلې خپلې شرعي شورا د یوې فتوا په خپرولو سره د جمعیت علمای اسلام پورې تړلو عالمانو لکه مفطي شفیعالله او قاري محمد الیاس ترور توجیه کړ. دغه توجیه په ښکاره توګه په تکفیري منطق ولاړه وه: دا علماء د اسلامي دولت (داعش) د دښمنانو په ملاتړ تورن شوي وو او له همدې امله مشروع اهداف وګڼل شول.
په دې وروستیو کې، پاکستان د اسلامي عالمانو او مذهبي څېرو د ترور د داسې لړۍ شاهد دی چې لا هم روانه ده. د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې، دیني عالم مفتی منیر شاکر په پېښور کې د یوه جومات څخه بهر په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو. په ورته وخت کې، ګڼو پاکستاني راپورونو او شنونکو د هغو علماوو پر وړاندې د افراطي ګواښونو په اړه د اندېښنو زیاتوالی ښودلی چې تکفیري تاوتریخوالی ردوي او د ټولنیز ثبات ملاتړ کوي.
خو دا بریدونه د داعش خراسان په خپل منځ کې یو ژور تضاد بربنډوي.
که چیرې دا سازمان په ریښتیا هم د پام وړ دیني مشروعیت درلودای، نو مخالف علماء به ورته داسې ګواښ نه و. هغه خوځښتونه چې په خپل واک او مرجعیت باوري وي، روحانيون او د جوماتونو مشران په سیستماتیک ډول نه ترور کوي؛ بلکې هغوی سره بحث کوي، ولسونه قانع کوي، یا د حکومتولۍ په ډګر کې ترې مخکې کېږي. برعکس، داعش خراسان د زور او جبر تګلاره کاروي، ځکه چې یوازې د قناعت وسیله د دوی لپاره بسنه نه کوي.
دا د معاصرو داعشي خوځښتونو یو له اساسي کمزوریو څخه پرده پورته کوي. دوی ډېر ځله کولی شي د ځمکنيو سیمو له لاسه ورکولو او نظامي فشارونو څخه ژوندي پاتې شي، خو هغه څه چې د هغوی بقا له جدي ننګونې سره مخ کوي، د هغو مسلمانو ټولنو لخوا د هغوی پرله پسې ردول دي چې دا ډلې یې د استازولۍ دعوه کوي.
له همدې امله، د دیني عالمانو په نښه کول یوازې له تکتیکي تاوتریخوالي هاخوا د بل حقیقت ښکارندویي کوي. دا د وېرې ښکارندویي کوي — له دې وېرې چې د اسلام دودیز مرجعیت لا هم د افراطي تبلیغاتو په پرتله خورا زیات مشروعیت لري. څومره چې داعش خراسان د تکفیر دایره پراخوي، په هغه اندازه یې سیاسي حوزه تنګېږي. په پای کې، دا خوځښت ځان د یو باوري انقلابي ځواک په توګه نه، بلکې د داسې یو سازمان په توګه معرفي کوي چې ورځ تر بلې په خپل اېډیالوژیک انحصارګرۍ کې ډوبېږي.
امواج پرس
لومړی نظر وکړئ on "ولې داسلامی دولت خراسان څانګه له دیني علماوو څخه وېره لري؟ (دویمه برخه)"