د امریکا د بهرینو چارو وزارت: واشنګټن د ا.ا د رسمیت پېژندلو هوډ نهلري
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې چې تېره ورځ (دوشنبې، د اپرېل په ۲۲مه) خپور شوی، لیکلي چې واشنګټن د«طالبانو»د رسمیت پېژندلو هوډ نهلري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې چې تېره ورځ (دوشنبې، د اپرېل په ۲۲مه) خپور شوی، لیکلي چې واشنګټن د«طالبانو»د رسمیت پېژندلو هوډ نهلري.
د افغانستان د ملي امنیت مخکینی مشر: د بوکو حرام او الشباب ډلې هم افغانستان ته راغلې دي
د هبت الله اخوندزاده د سلاکار محمد عمر جان له وژل کېدو دوه ورځې وروسته، بيبيسي اردو څانګې د کوټې د پولیسو له خولې ویلي چې هغه پاکستاني پېژندپاڼه لرله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال وډانت پټېل ویلي، د افغان ښځو او نجونو لپاره برابر حقونه په افغانستان کې د دوی د سیاست یو بنسټیز اصل دی.
په افغانستان او پاکستان کې د هوا پیژندنې او اضطراري چارو د ادارو مسؤلینو سه شنبه اپریل ۱۶ ( وري ۲۸) ویلي چې د شدیدو بارانونو څخه وروسته په سیلابونو او تندر په پیښو کې په دواړو هیوادونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه شویدي.
د بشري حقونو یو شمیر ښځینه افغان فعالانې وايي چې د کوسوو جمهور رئیسې ویوسا عثماني ددغه هیواد د جمهوري ریاست افتخاري مډال افغان میرمنو ته ورکړی دی.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر “سیګار” د ایکس په پاڼه په یو راپور کې ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګه نه یوازې دننه په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ لپاره یو جدي ګواښ دی، بلکې دغه ډله د امریکا او د دغه هیواد متحدینو ته هم یو ګواښ په توګه لا پاتې ده.
۸صبح، کونړ: په کونړ کې طالب امنیتي چارواکو ادعا کړې چې په دغه ولایت کې یې د داعش دوه جنګیالي وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی.
سناتور میچ مک کانل دوشنبه اپریل اتمه (وري ۲۰) په سمدستي توګه د طالبانو د زندان څخه د امریکایي تبع، ریان کوربیټ د خوشې کیدو غوښتنه وکړله چې د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې ۱۰ مې نیټې راهیسې په افغانستان کې بندي دی.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي په هرات کې د زلزلو له امله زیانمنې شوې زرګونه کورنۍ چې سرپناوو ته اړتیا لري نه هېروو او هڅه کوو چې د اوسېدو لپاره ورته مناسب کورنه جوړ کړو.