افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت دوحه کې غونډه کېږي
د غونډې جوړوونکي وایي د ” ګډې راتلونکې جوړولو” په نامه ناستې موخه په نړۍ کې د جګړو د درولو پر سر خبرې، کډوالي، انساني کړاو او د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند ته د پای ټکی اېښودل دي.
د غونډې جوړوونکي وایي د ” ګډې راتلونکې جوړولو” په نامه ناستې موخه په نړۍ کې د جګړو د درولو پر سر خبرې، کډوالي، انساني کړاو او د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند ته د پای ټکی اېښودل دي.
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت جمعه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) د نړۍ په نهو هیوادونو کې د بشري حقونو څخه د سرغړاونو له کبله په ۲۰ کسانو بندیزونه ولګول چې د طالبانو د حکومت دوه جګپوړي چارواکي هم پکې شامل دي.
د امریکا ولسمشر کانګرس ته په یوه استول شوي لیک کې لیکلي چې امریکايي ځواکونه د افغانستان له خاورې احتمالي ګواښونو ته چمتو دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوی مشر منظور پښتین یې نن پنجشنبه ډسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړی او د لا نورو عدلي پلټنو لپاره یې پولیسو ته سپارلی دی.
د بښنې نړیوالې ټولنې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې دوو لسیزو کې د بېلابېلو خواوو د ادعا شویو جرمونو په اړه پلټنو ته لومړیتوب ورکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ ویلي چې د افغان کډوالو په ګډون په یولړ مسلو د خبرو لپاره پاکستان او د سیمې هیوادونو ته یې سفر پیل کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د کاناډا، قطر او برېټانیا د استازولیو له لوري د افغانستان حکومت او په افغانستان کې د ښځو د حکومتولۍ تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوې.
د هېواد د بشري وضعیت په اړه د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له لوري جوړه شوې غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې…
د خوړو نړیوال پروګرام تازه د هغو افغان وګړو د ژوند کړاو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې له پاکستان څخه یې په روز ایستلو لړۍ یې په چټکۍ سره د ژمي ساړه موسم په درشل کې روانه ده.
له پاکستان څخه افغانستان ته د قانوني اسنادو نلرونکو ستنو شویو افغان کډوالو د وضعیت په اړه یوه تازه سروې ښيي چې له دغه هیواد څخه د ستنو شویو کډوالو ۹۰ فیصده یې زده کړو ته د خپلو ماشومانو د لاس رسي په اړه اندیښنې لري.