د کاري فرصتو لاهم ورځنیو کارګرو ته یوه جدي ننګونه

💬0

د کاري فرصتو لاهم ورځنیو کارګرو ته یوه جدي ننګونه

په وروستیو کلونو کې په کابل کې د کاري فرصتونو کمښت د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو پر جدي ننګونو بدل شوی؛ داسې یوه ستونزه چې هم یې ورځني مزدوران او هم یې لوستي ځوانان په مستقیم ډول اغېزمن کړي دي.

کارګر، عبدالرحمن وايي: «له اختر وروسته دلته راغلي یو، خو هېڅ کار نشته او که کار هم پیدا شي، مزد یې ډېر کم وي.»

پادشاه ‌خان بیا بل کارګر دی: «حکومت باید موږ ته د کار فرصتونه برابر کړي. د برېښنا، اوبو او د کور کرایې ستونزې ډېرې دي. زموږ تر ټولو ستره ستونزه د کور کرایه ده؛ پخوا ۲۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس لوړه شوې، په داسې حال کې چې کار هم نه پیدا کېږي.»

د ښار په بله څنډه کې یو شمېر کارګران د سړک پر غاړه ناست دي او د کار په تمه دي، څو د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

خیال‌ محمد وايي: «ان هغه کسان چې لوړې زده کړې یې کړې دي، دندې نه لري او اړ شوي چې د ګلکارۍ او نجارۍ په څېر برخو کې کار وکړي.»

محمد سلیم هم ورته نظر لري: «د کار موندلو لپاره له لغمانه کابل ته راغلی یم، خو کار نه پیدا کېږي او که وي هم، مزد یې د ژوند اړتیاوې نه شي پوره کولای.»

بې‌کاري او د ژوند ستونزو یو شمېر هېوادوال له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ته راکډه کېدو ته اړ کړي دي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام د مې میاشتې د وروستۍ اوونۍ په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ورځنیو مزدورانو ته د کار لاسرسی په اوسط ډول په اوونۍ کې ۱.۹ ورځو ته راټیټ شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د خوراکي توکو بیې تر یوه بریده راکمې شوې او بازارونه په عمومي ډول له نسبي ثبات څخه برخمن دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د راپور یوه برخه کې راغلي: «په افغانستان کې د کار بازار وضعیت لا هم کمزوری پاتې دی. ورځني مزدوران په اوسط ډول یوازې دوه ورځې په اوونۍ کې کار مومي، چې دا د کاري فرصتونو د کمښت څرګندونه کوي. همدارنګه د ورځنیو مزدورانو د کار کچه د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه او د وروستیو درېیو کلونو د اوسط په پرتله ۱۶ سلنه راټیټه شوې ده. دغه وضعیت د کارګرو ترمنځ سیالي زیاته کړې او د ډېرو کورنیو لپاره یې د عاید برابرول لا ستونزمن کړي دي. د مې میاشتې په څلورمه اوونۍ کې د خوراکي توکو بیې تر ډېره ثابتې پاتې شوې او د ډېری لومړنیو توکو بیې لږ څه راټیټې شوې؛ خو بیا هم د ډېرو مهمو خوراکي موادو بیې د تېر کال په پرتله لوړې دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، قطب‌الدین یعقوبي وايي: «د بې‌کارۍ د کمولو لپاره باید منځ‌مهالې او اوږدمهالې پروژې پلې شي. د فابریکو جوړول او د اقتصادي برخو فعالول کولای شي د کاري فرصتونو په برابرولو او د خلکو د ژوند د وضعیت په ښه کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.»

په دې اړه د اقتصاد او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونه هم بېلابېل لیدلوري لري.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمان حبیب وايي: «د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د اقتصادي همکاریو پراختیا او د سوداګریزو لارو پراختیا، د پانګونې او د اړتیا وړ توکو د وارداتو د هڅونې ترڅنګ، د بازار د اړتیاوو په پوره کولو او په هېواد کې د انفلاسیون د زیاتېدو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.»
 

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع ‌الله ابراهیمي بیا وايي: «له هغه وخت راهیسې چې د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا مقام په هېواد کې د ودانیزو چارو اجازه ورکړې، په دې برخه کې د خلکو لپاره د کار فرصتونه ورځ تر بلې زیات شوي دي.»

د کارپوهانو په باور، په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونه افغان کډوالو بېرته راستنېدو په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه او اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کاري فرصتو لاهم ورځنیو کارګرو ته یوه جدي ننګونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*