
د خراسان ډلې باطل خیال مات شو؛ له خیانت څخه تر بند پورې د پردې تر شا واقعیتونه
د ترکیې د ملي استخباراتو اداره (میت) په وروستیو عملیاتو کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې د رسنیز برخې د یو مهم غړي او لوړپوړي مدیر، احمد کازانچي نیول کېدل یو ځل بیا د هغو ټکان ورکوونکو واقعیتونو څخه پرده پورته کړه چې د دغې ترهګرې شبکې د شوره ډک تبلیغاتي ماشین لاندې پټ دي. دې پېښې وښودله چې دا ډله د هغه ستر او وېرونکي ځواک برخلاف چې د لرلو ادعا یې کوي، له دننه څخه له سختې کمزورۍ، ژورې بېباورۍ او د خپل بقا له شدید بحران سره لاس او ګریوان دی.
د مستعدو بحران او د رسنیز جوړښت چټک له منځه تلل
د داعش د خراسان څانګې د تشکیلاتي جوړښت دقیقې ارزونې دا په ډاګه کړه چې دا ترهګره ډله د مسلکي جوړښت او د خپلو مستعد ځواک د ساتلو په برخه کې له یو فلج او ژور بحران سره مخ ده. د سیمې د استخباراتي او امنیتي ادارو پرله پسې اوهدفمندو ګوزارونو د دې شبکې مدیریتي جوړښت تر هغه بریده سخت زیانمن کړی چې د دوی د رسنیزې او تبلیغاتي برخې د دړې وړې کېدو بهیر بېسارې چټکتیا موندلې ده.
ددې تشکیلاتي بحران روښانه نښه د دې ډلې د لوړپوړو رسنیزو عناصرو د نیول کېدو په جریان کې لیدل کېدای شي. وروسته له هغه چې د داعش خراسان د ترکي ژبو رسنیو پخوانی مهم او مسوول مقام، اوزګور آلتون د امنیتي بنسټونو لخوا ښکار او ونیول شو؛ دغه تشکیلات د بیړې او ناچارۍ له مخې، احمد کازانچي چې په مستعارو نومونو ابو عبیده او ابو ابراهیم مشهور و، د هغه د ځایناستي په توګه وټاکه.
په تپو تیارو کې د پټو مشرانو په چوپړ کې سوند توکي (قربانيان)
له دې سره سره، د کازانچي د فعالیت دوره هم ډېره لنډه وه؛ د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان (میت) لخوا د هغه ژر نیول کېدلو او د هغه چټکو اعترافاتو نه یوازې د دې ډلې پر رسنیز بدن بل مرګونی ګوزار وکړ، بلکې د پراخو ستراتیژیکو معلوماتو، عملیاتي پلانونو او د جلب او جذب د شبکو د افشا کېدو او نیول کېدو لامل هم شو. دا چټکه او ناکامه ځایناستۍ په ښه توګه ښيي چې د داعش خراسان د مشرانو لاسونه له با تجربه او مسلکي غړو څخه څومره تش شوي او تشکیلاتي جوړښت یې له کوم سخت زوال سره مخ دی.
کازانچي د دغې ډلې د ترکي ژبو رسنیو مسوولیت په داسې حال کې واخیست چې اوزګور آلتون د هغه په شتون کې نیول شوی و. دا بیړني او چټک بدلونونه د یو تریخ رښتیا ښکارندویي کوي: د داعش خراسان بېهمته مشران د ساده لوحو ځوانانو له احساساتو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې، هغوی له خپلو کورونو بېځایه کوي او په پردیو هېوادونو کې د جګړې ډګرونو ته د سوند توکو (قربانیانو) په توګه لېږي ترڅو د خپلو درنو تلفاتو تشه پرې ډکه کړي، په داسې حال کې چې پخپله په تپو تیارو پناه ځایونو کې پټ دي.
د یو خیالي درواغجن حکومت ترویج او په دوامداره وېره کې ژوند
هغه رسنیز تبلیغات چې کازانچي او د هغه ډلې تولیدول، د جهاد یو حماسي او ارمانجن انځور وړاندې کاوه، خو د هغه د خپل ژوند واقعیت د دغې خیالي سناریو د بېبنسټ توب روښانه ثبوت و. کازانچي د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته له تېښتې وروسته، نه یوازې هغه برم او شوکت ته ونه ورسېد چې تمه یې لرله، بلکې په بشپړې ګوښه والي او د هغو هدفمندو هوايي بریدونو په دوامداره وېره کې اوسېده چې ملګري یې یو په بل پسې له منځه تلل.
په دګر کې شته حقایق ثابتوي چې داعش خراسان حتی د خپلو تر ټولو مهمو غړو د ساتنې وړتیا هم نلري او هغوی په وېروونکو جغرافیایي شرایطو کې یوازې پرېږدي ترڅو له وژل کېدو یا اسارت څخه وړاندې، د بقا لپاره د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه جګړه وکړي.
پوچه ورورولي؛ په لومړۍ څېړنه کې د وفادارۍ رانسکورېدل
د دغه تشکیلاتو له تر ټولو لویو درواغجنو افسانو څخه یوه د ورورولۍ او وفادارۍ مفهوم دی. د کازانچي د نیول کېدو تجربې وښودله چې دا د ادعا وړ وفاداري د نیول کېدو له واقعیت سره د مخامخ کېدو په لومړیو شېبو کې له منځه ځي. هغه چې د یو تښتېدلي په څېر یې هڅه کوله د ترکیې خاورې ته ننوځي، د امنیتي ځواکونو له خوا له نیول کېدو وروسته، له کوم مقاومت یا د ډلې اصولو ته له وفادار پاتې کېدو پرته، ټول کلیدي معلومات افشا کړل.
کازانچي په هماغه لومړنیو څېړنو او پوښتنو ګروېږنو کې لاندې جزییات استخباراتي ادارو ته وسپارل:
- د داعش خراسان د راتلونکو عملیاتي طرحو جزئیات
- په سیمه کې د نویو غړو د جذبولو لارې چارې او ادرسونه
- په سیمه کې د نورو فعالو عناصرو او ارتباطي اشخاصو پېژندګلوي
دا ډول چلند ښيي چې د دغې ډلې غړي د خطر پر مهال د خپل ځان ژغورلو لپاره، یو بل ته په خیانت کولو کې هېڅ ځنډ نه کوي.
یو نه جبرانیدونکی پایله
د احمد کازانچي او اوزګور التون قضیه د هغه برخلیک یوه هنداره ده چې د داعش خراسان د مجازی تبلیغاتو له امله دوکه شوي ټولو هغو کسانو ته انتظار باسي. د هغو کسانو لپاره چې دا ډول خیالي لارې تعقیبوي، د بزدلو مشرانو لاس لوبه، په بې رحمه پوځي بریدونو کې په نښه کیدو او د نړۍ د امنیتي ادارو لخوا سیوري په سیوري تعقیبولو پرته بله پایله ېې نشته.
هماغه خلک چې تاسو نن “ورور” بولئ، سبا به ستاسو د هویت په اړه د پوښتنو ګروېږنو په خونه کې لومړی کس وي. د داعش-خراسان افسانه پای ته رسیدلې، او د دې ډوبېدونکي کښتۍ سره یوځای کیدل پرته له بربادۍ او بې نومۍ بل څه تضمین نه کوي.
امواج پرس
لومړی نظر وکړئ on "د خراسان ډلې باطل خیال مات شو؛ له خیانت څخه تر بند پورې د پردې تر شا واقعیتونه"