په سوریه کې د فاطمیون ډلې یو افغان غړی وژل شوی

۸صبح، کابل: د راپورونو په حواله، د افغانستان اوسېدونکی سېدحمزه علوي چې د فاطمیون لښکر غړی و، په سوریه کې د امریکا په هوايي برید کې وژل شوی دی.

ایران څار یکشنبه د سلواغې پر ۱۵مه راپور ورکړی چې علوي د «ابوالفضل العباس فاطمیون تېپ د ساتنې» له مشرانو څخه و چې د سوریې په «دېرالزور» سیمه کې د امریکا د هوايي برید په پاېله کې وژل شوی دی.

د راپور په حواله، سېدحمزه علوي په ۱۳۳۷ کال کې په پروان کې زېږدلی و.

په دې راپور کې راغلي چې نوموړی په افغانستان کې د پخواني شوروي پر وړاندې او د ایران او عراق ترمنځ جګړو کې هم برخه لرله.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ډرون او بم‌غورځونکو الوتکو د جمعې پر شپه په سوریه او عراق کې د ایران پلوه ملیشو لسګونه مرکزونه په نښه کړي دي.

دا بریدونه په عراق او سوریه کې د سپاه پاسداران او له هغو سره تړلو ملیشو پر ۸۵ مرکزونو شوې دي، چې له کبله یې ۳۹ کسان وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په سوریې او عراق کې د دغه هېواد د بریدونو په اړه ویلي چې واشنګټن لا نن خپل ځواب پېل کړی دی.

منبع

1 Comment on "په سوریه کې د فاطمیون ډلې یو افغان غړی وژل شوی"

  1. موږبه اوس محاله حکومت خوښوي اځنی راضی يو دچالاس وهني ته احتاج نه يو بس

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*