افغانستان

کاکړ: افغانستان کې مو طالبانو ته ویلي چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ یو انتخاب کړي

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ وايي چې د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې یو پاکستاني لوړ پوړې پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت څخه غوښتي وو چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ” ټي ټي پي” ترمنځ دې یو انتخاب کړي.








د پاکستان پر اقتصاد د افغان کډوالو د ستنولو اغېز

په افغانستان کې د ۱۹۷۸ کال د ثور له کودتا وروسته او ددې هیواد د اوږدې کورنۍ جګړې په ترڅ په میلیونونه افغانان پاکستان ته کډه شول چې د څیړونکو په اند هغه مهال به د اسلام اباد واکمنانو هغوی ته هرکلی وایه او خپل انصار وروڼه یې بلل.


د امریکا کېس لرونکو ته د خوندیتوب برېښنالیکونه؛ د پاکستان له ځورولو به وژغورل شي؟

په داسې حال کې چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ چټکه شوې، د امریکا متحدو ایالتونو په دې هیواد کې مېشتو د SIV،P2 اوP1 کیس لرونکو ته د خوندیتوب لپاره د برېښنالیکونو له لارې لیکونه استولي دي.