نړۍوال بنسټونه: د ایستلو بهیر، کډوال له خراب وضعیت سره مخ کوي
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له دوام سره هممهاله ځينې نړۍوالو بنسټونو ویلي چې دغه بهیر کډوال له خراب وضعیت سره مخ کوي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له دوام سره هممهاله ځينې نړۍوالو بنسټونو ویلي چې دغه بهیر کډوال له خراب وضعیت سره مخ کوي.
دوو امریکايي انځورګرو د افغانستان د ماشومانو په اړه داسې یو انځور جوړ کړی چې د دوی په وینا، یو میلون ډالر ارزښت لري او غواړي د انځور د خرڅلاو څخه ترلاسه شوې پیسې بیرته په جنګ ځپلو افغان ماشومانو مصرف کړي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې د افغان کډوالو د تخلیې د پروګرام په لړ کې یې تیره ورځ له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې ۳۱۶ افغان کډوال دغه هیواد د تورنټو ښارته انتقال کړي دي.
د پاکستان ځينې دیني علماوو د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز سره په لیدنه کې له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ایستلو له پرېکړې ملاتړ کړی دی.
د پکتیا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو د نږدې ۱۵۰۰ تنو فارغانو تر منځ، شپېته کلن غلام حضرت هم د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ادبیاتو له څانګې د فراغت سند ترلاسه کړ.
د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې (Save the Children) له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو ماشومانو د ستنیدلو په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې زرګونه ستنیدونکي کډوال مخ په زیاتیدونکي ډول په لوړه کچه په خطرناکو ناروغیو د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ دي.
د افغانستان د پخواني پوځ په زرګونو منسوبینو په یو سرخلاصي لیک کې د امریکا د متحده ایالاتو له کانګرس څخه د هغوی ناسم وضعیت ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا په خپل وروستي راپور کې وایي چې، د روان زېږدیز کال په نهو میاشتو کې یې له څه باندې ۲۴ مېلیونه کسانو سره مرسته کړې، چې ۲۱ مېلیونه کسانو دغه مرستې په مستقیم ډول ترلاسه کړې دي.
د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې په درېیمه سپارښتنه کې ویل شوي چې افغانستان باید په نړۍوال نظام کې یو ځل بیا مدغم شي.
د امریکا د متحده ايالتونو د سولې انسټېټیوټ وايي چې د پاکستان د موقت حکومت وروستي سياستونه ښيي چې دغه هېواد غواړي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي.