اقتصاد

ملګري ملتونه: پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ځورول زیات شوي

د ملګرو ملتونو’یو اېن اېچ سي ار‘ او د کډوالو نړیوال سازمان ’ای او اېم‘ په ګډه په یوه بیان کې ویلي، پاکستان کې د سږني ‌کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې د ’پي او ار‘ او ’ای سي سي‘ کارد لرونکیو افغان کډوالو په نیولو او ځورولو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی چې تر ټولو زیاتې پېښې یې په بلوچستان ثبت شوي.







ملګري ملتونه: د ۲۰۲۴ کال لومړیو درې میاشتو کې د ستانه شویو افغان کډوالو شمیر۱۴ برابره زیات شوی

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) شمیرنې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر د تیرکال د همدې مودې پرتله نږدې ۱۴ برابره زیات شوی دی.