امنیت





پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ لپاره د “عورت مارچ” لاریونونه

د “عورت مارچ” په نامه د میرمنو یوې ډلې یکشنبه اکټوبر ۲۹ (لړم اوومه) د پاکستان د لاهور، اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او ملتان په ښارونو کې د پاکستان د حکومت هغې پریکړې په خلاف مظاهرې وکړې چې له مخې یې په دې هیواد کې میشت غیر قانوني افغان کډوال ایستل کیږي.





بنیټ: افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې ګواښونه بیړني حل ته اړتیا لري

ریچارد بنیټ وايي د طالبانو د ځپوونکو پالیسیو او کړنو له امله افغانستان د بشري وضعیت د خرابیدو په ګډون د هممهاله ګواښونو سره مخ دی، چې د معافعیت فرهنګ، روان بشري او اقتصادي بحران، وروستۍ مرګوني زلزلې او پراخه جبري احتمالي ستنیدلو د مخنیوي لپاره په بیړني ‌ډول اقداماتو ته اړتیا لري.