د متحده عربي اماراتو د ایر عربیه هوایي شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې
د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت کابل ته د متحده عربي اماراتو د ایرعربیه هوایي شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکړی دی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت کابل ته د متحده عربي اماراتو د ایرعربیه هوایي شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکړی دی.
آیا د مولانا فضل الرحمن سفر به د کابل او اسلام اباد کړکېچ پای ته ورسوي؟
په کابل کې د طالبانو امنیتي مسئولین وايي چې په دشت برچې کې د تېرې ورځې په چاودنې کې د وژل شویو کسانو شمېر پنځو تنه ته ورسېده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته وايي چې په هېواد کې د داعش ځواکونو شمېر شاوخوا ۸۰ تنو ته رسېږي. چې هغوی هم تر څار لاندې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د داعش ډله هڅه کوي چې په پاکستان کې د ځان لپاره اډې جوړې کړي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وايي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې د طالبانو پر وړاندې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو له خوا په شویو بریدونو کې ترټولو زیات د تاجیکستان او پاکستان وسله وال شامل وو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د متحده عربي اماراتو دوه کلن غړیتوب پای ته ورسېد.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ، ډسمبر ۳۰ (مرغومی نهمه) وویل چې د دغه هېواد امنیتي مؤظفینو د نوي کال له نمانځنې مخکې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش له ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور لسګونه شکمن کسان نیولي دي.
د پاکستان پوځ یو ځل بیا په یو’ ګاونډي هیواد کې’ د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو، ازاد فعالیت او عصري وسلو ته ددغې ډلې د وسله والو په لاس رسي باندې اندیښنه ښودلې او د پاکستان د امنیت لپاره یې ګواښ بللی دی.
په کابل کې د ۱۰۰ هلکانو او نجونو د واده ګډ پروګرام وشو چې په دغه بې وزله هیواد کې د دودیزو ودونو لوړ لګښت وسپموي.