سیاست

له پاکستان څخه ستانه شوي ۹۰٪ کډوال زده کړو ته د خپلو ماشومانو لاس رسي په اړه اندیښنې لري – سروې

له پاکستان څخه افغانستان ته د قانوني اسنادو نلرونکو ستنو شویو افغان کډوالو د وضعیت په اړه یوه تازه سروې ښيي چې له دغه هیواد څخه د ستنو شویو کډوالو ۹۰ فیصده یې زده کړو ته د خپلو ماشومانو د لاس رسي په اړه اندیښنې لري.







ډبلیو ایف پي: ژمي کې افغانانو ته د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، مخکې له دې چې د راروان ژمي د موسم واورې د لرو پرتو سیمو لارې بندې کړي دا پروګرام ډیرو زیاتو مرستو ته اړو افغانانو ته د خوړو د مرستې د برابرولو لپاره څلور سوو میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.


انتونیو ګوترش د افغانستان وضعیت په تړاو ارزونه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په استولي راپور کې لیکلي، چې د افغانانو د اړتیاوو پوره کولو سره دې باور جوړنه وشي، په امنیتي، سیاسي او سیمه ییزو برخو کې دې همکارۍ وشي او پر داسې لاروچارو دې کار وشي چې افغانستان له نړۍوال نظام سره ګډ شي.