‘افغانستان سږ کال د لسګونه میلیون ډالرو په ارزښت تازه میوه صادر کړې’
د حکومت چارواکي وايي په تېرو څو میاشتو کې له افغانستان د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت تازه میوه، اروپا، امریکا او ځینو اسیايي هېوادونو ته صادر شوې ده.
د حکومت چارواکي وايي په تېرو څو میاشتو کې له افغانستان د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت تازه میوه، اروپا، امریکا او ځینو اسیايي هېوادونو ته صادر شوې ده.
د پنجگور په بمي برید کې د یوه پاکستاني سیاستوال په گډون لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي. په یو بل ځانمرگي برید کې ۲ تنه وژل شوي او په کراچۍ ښار کې هم وسله والو یو رینجر عسکر وژلی دی.
د ایران په پایتخت تهران کې د څو ودانیو د نړېدو له امله د دوو پولیسو په ګډون څلور کسان مړه شوي او لږ تر لږه ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بريتانیا د لېنکلن شایر سيمې اړوند ښاروالي دغه نوښت داسې مهال کوي چې بريتانیا ته راوستل شوي افغانان په هوټلونو کې له دوه کاله ژوند تېرولو وروسته د بې کوره کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان او قطر په ګډون یوشمېر هېوادونو د افغانستان بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی. په دې غونډه کې د خوړو پر ناخوندېتوب هم بحث شوی.
متحده ایالات چې برحاله حاکم نظام په رسمیت نه پیژني او ددې ډلې پر مشرانو یې بندیزونه لګولي دي، په پرله پسې توګه د برحاله رژیم د نسکورولو لپاره د خپلو یو شمیر پخوانیو افغان متحدینو غوښتنې رد کړي دي.
سعودي عربستان چې په یمن کې یې د حوثي شعیه یاغیانو په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مشري کوله، سه شنبه اګست ۱ (زمري۱۰) یې د دې هیواد په نړیواله کچه پیژندل شوي حکومت سره د ۱.۳ ملیادر ډالرو مرستو اعلان وکړ.
د ایران د پولو اړوند یوه چارواکي ویلي دي چې، په يوه ورځ تر څلورنیم زره ډېر افغان کډوال يې له دغه هيواده ایستلي دي. سربېره پر دې، ډېر افغانان وايي چې د بېکارۍ او بې وزلۍ له امله له کډوالۍ پرته بله چاره نه لري.
پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوه سیاسي غونډه کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۹ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
له افغانستانه کاناډا ته د افغانانو د انتقال په ادامه، د کاناډا د مهاجرو چارو وزارت تېره ورځ د ۳۴۳ نورو افغانانو د انتقال خبر ورکړ. یاد وزارت ويلي غه افغانان به د کاناډا په کلګري، اتاوا او ويندرز ښارونو کې ځای پر ځای شي.