افغانستان


افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز؛ مالوچ به د کوکنارو بدیل فصل شي؟

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته اوس ډېری کروندګرو د مالوچو کرلو ته مخه کړې ده. د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت وايي سږ کال د پنبې په حاصلاتو کې څلوېښت سلنه زیاتوالی راغلی.


د لوږې او خوړو نه خوندیتوب سره د میلیونو افغانانو مخ کیدو په اړه د ملګروملتونو اندیښنه

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” وايي چې افغانستان کې لا هم لوږه او خوارځواکي په لوړه کچه دوام لري چې د اټکل له مخې به په راوان ۲۰۲۴ کال کې ۱۵.۸ میلیونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ شي.





طالبان: پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه د ترانزیټي مالونو د انتقال پرمخ تړلې ده

د ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لار یو ځل بیا د شنبې د ورځې جنورۍ ۱۳( مرغومې ۲۳) د سهار راهیسې د ترانزیټي مالونو د انتقال پرمخ تړل شوې ده.



د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن سفر پر موږ اړه نه لري

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت یوځل بیا دا خبره تکرار کړې چې نه هم د پاکستان حکومت او نه هم ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د سفر ملاتړ کوي.