د عمران خان ملاتړو د پاکستان په پارلمان کې تر نورو زیاتې څوکۍ ګټلي
په پاکستان کې د جمعې په ورځ فبروري ۹ (سلواغې ۲۰) د پارلماني ټاکنو د نیمايي رایو له شمېرل کېدو وروسته د پخواني صدراعظم عمران خان ملاتړي کاندیدان له نورو وړاندې ښودل شوي دي.
په پاکستان کې د جمعې په ورځ فبروري ۹ (سلواغې ۲۰) د پارلماني ټاکنو د نیمايي رایو له شمېرل کېدو وروسته د پخواني صدراعظم عمران خان ملاتړي کاندیدان له نورو وړاندې ښودل شوي دي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو د یوې غونډې د جوړیدو دمخه په راروانه اونۍ کې د قرغزستان په پایتخت بیشکک کې د منځنۍ اسیا د پنځه هیوادونو د استازو په ګډون د یوې بلې غونډې د جوړیدو خبر ورکړی دی.
د پخوانیو افغان پوځیانو څخه د ملاتړ کمیټه چې په کې د تیر حکومت امنیتي منسوبین شامل دي د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو او ددغه هیواد د کانګرس څخه غوښتي چې دغه پخواني پوځیان دې یوازې نه پریږدي او د هغوی د پناه اخیستلو په برخه کې دې اسانتیاوې راولي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي چې د نړۍ هېوادونه دې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د اسلامي امارت د کړنو پر بنسټ تعامل وکړي.
تېره ورځ د بلوچستان په سېبۍ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ټاکنیز کمپاین غونډې ته نږدې د شوي برید مسوولیت داعش ډلې منلی.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره “یونسیف” وايي چې افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او ناچاودو توکو د موجودیت له امله په دې برخه کې یو ترټولو ککړ هیواد دی.
په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه یو ځل بیا لوړه شوه او دا مهال یو امریکايي ډالر پر ۷۴ اعشاریه پېنځه افغانۍ تبادله کېږي.
په روان ژمي کې د اوږد ځنډ وروسته د یکشنبې په ورځ په کابل او د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ژمي د لومړنۍ واورې اورښت پیل شوی دی.
په پاکستان کې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزی وايي، “افغان طالبان د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټيټيپي وروڼه ګڼي.”
د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس ځيني غړي، د بشري حقونو فعالان او د رایان کوربېټ د کورنۍ غړو په یوې اعتراضيه غونډه کې د اسلامي امارت له بنده د دغه امریکایي وګړي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.