افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پېل شو
د افغانستان حکومت د عامې روغتیا وايي، د دغه پوليو کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو پر وړاندې واکسین شي.
د افغانستان حکومت د عامې روغتیا وايي، د دغه پوليو کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو پر وړاندې واکسین شي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې افغانستان په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې ۱۹.۹ میلیونه وګړي یې د خوړو د نه مصونیت سره مخ دي او له یو میلیون څخه زیات اوسیدونکي یې د بیړنۍ کچې لوږې له حالت څخه کړیږي.
د جمعې ورځې په سهار د اېران د دفاع وزارت اړوند د موټرو د بيطريو په زېرمه کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه. پېښه پلازمينه تهران ته څېرمه رامنځ ته شوې او چارواکو ويلي چې ځاني تلفات نه لري.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) له هغو امریکایي سرتېرو سره د مرکې امر کړی دی، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګسټ میاشتې د برید پرمهال یې په سیمه کې حضور درلود.
په داسې حال کې چې د لیبیا مقامات وايي د «دانیل» په طوفان کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه مړه شوي، خو سره صلیب خبرداری ورکړی دی چې ممکن د تلفاتو شمېر بیخي زیات وي.
پاکستان یو ځل بیا د طالبانو غوښتي، چې پر دغه هیواد باندې دې د افغانستان له خاورې د ترویستي بریدونو مخه ونیسی او خپل مسولیت ترسره کړي.
په پاکستان کي پر لږکیو د مذهبي ډلو په خونړیو بریدونو کي د تنکيو ځوانانو شمېره لوړه ده.د ارواح پوهانو په وینا، په تنکيو ځوانانو کې پر خپلو احساساتو نه کنترول د دې باعث کيږي چې د دوی له دې کمروزۍ څخه افراطي ډلې ګټه اخلي.
د آلمان د ځینو مشهورو سیاسي ګوندونو استازو ویلي چې افغانستان ته د مجرمینو او خطرناکو پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر باید بیرته له سره پیل شي. له دغو سیاستوالو څخه یوه یې ویلي چې «د کابل هوايي ډګر خلاص دی او اخراج ممکن دی.»
سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس جو بایډن د افغانستان په ګډون په ټولې نړۍ کې په آزاده توګه د نجونو تعلیم او ژوند کولو د وړتیا د اهمیت په هکله ښکاره دریځ لري.
د هلمند له سینده د حقابې اړوند د ایراني چارواکو د غوښتنو په دوام، دا ځل د ایران په پارلمان کې د زاهدان استازی د دغه هېواد له لوري د متقابل اقدام غوښتونکی شو.