Articles by shafiqa.yousufzai01


پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ لپاره د “عورت مارچ” لاریونونه

د “عورت مارچ” په نامه د میرمنو یوې ډلې یکشنبه اکټوبر ۲۹ (لړم اوومه) د پاکستان د لاهور، اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او ملتان په ښارونو کې د پاکستان د حکومت هغې پریکړې په خلاف مظاهرې وکړې چې له مخې یې په دې هیواد کې میشت غیر قانوني افغان کډوال ایستل کیږي.





د بښنې نړیوال سازمان پاکستان ته؛ د افغان کډوالو په زوره ویستل د بشري حقونو نقض دی

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل ویلي چې د افغان کډوالو د جبري ویستلو په برخه کې د پاکستان وروستۍ پرېکړه د بشري حقونو څخه سرغړونه ده او د کډوالو د خوندیتوب، هوساینې او بنسټیزو خدماتو ته د دوی د لاس رسي په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.