بشري حقونو مدافعان: نړۍ دې افغانستان کې شیعه ګانو د وژنو بندیدو لپاره جدي اقدام وکړي
د بشري حقونو د مدافعانو د ټولنې په نوم یوې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې په هدفي وژنو کې شیعه ګان او هزاره ګان په مرموز او سیستماتیک ډول په نښه کیږي.