وډانټ پټېل: افغانستان کې محدودیتونه د واشنګټن لپاره د منلو نهدي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پټېل وایي چې دوی پر ښځو د محدودیتونو په اړه له «طالبانو» سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې دغه وضعیت د واشنګټن لپاره د منلو نهدی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پټېل وایي چې دوی پر ښځو د محدودیتونو په اړه له «طالبانو» سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې دغه وضعیت د واشنګټن لپاره د منلو نهدی.
د تورخم لارد شاوخوا لس ورځو بندیدو وروسته د سه شنبې د سهار په اتو بجو د جنورۍ ۲۳(سلواغې درییم) د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده
هغه کس چې د ایران اطلاعاتو وزارت نن د داعش ډلې له ”مخکښو غړو یو” یاد کړی، پلازمېنه تهران کې یې فراري بللی او تصویر یې خپور کړی، پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د افغانستان له بګرام زندانه تښتېدلی و.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د افغانستان د بدخشان په ولایت کې د روسیې د یوې کوچنۍ غورځېدلې الوتکې څلور سپاره ژوندي موندل شوي دي.
د ایران او پاکستان تر منځ اړیکې په کمسارې بڼه خرابې شوي او پاکستان د ایراني حملو په غبرګون له دغه هېواده خپل سفیر ور غوښتی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته اوس ډېری کروندګرو د مالوچو کرلو ته مخه کړې ده. د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت وايي سږ کال د پنبې په حاصلاتو کې څلوېښت سلنه زیاتوالی راغلی.
په افغانستان کې طالب مقامات وايي چې طالبانو د نیمروز د والي دفتر ته نژدې یو ځانمرګی په مرمیو وېشتلی او په هغه پورې تړل شوي چاودېدونکي توکي «چاودېدلي او درې طالبان یې ژوبل» کړي.
د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې یې له وسلوالو سره په چاودنه نښته کې پنځه سرتېري وژل شوي او په مقابل کې یې درې وسلوال وژلي دی.
افغان پانګوال میرویس عزیزي وايي، په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د انرژۍ او وسپنې پټلۍ په برخه کې د لس میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.
د سویس بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په روان ۲۰۲۴ ز کال کې به په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو دفتر پرانیزي.