په کابل کې چاودنه؛ اووه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي
په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې نن سه شنبې، نومبر ۷ (لړم ۱۶مه)په سیمه ایز وخت، شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار د دشتې برچې په سیمه کې د ملکي خلکو د سورلۍ په یو کاسټر موټر چاودنه شوې.
په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې نن سه شنبې، نومبر ۷ (لړم ۱۶مه)په سیمه ایز وخت، شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار د دشتې برچې په سیمه کې د ملکي خلکو د سورلۍ په یو کاسټر موټر چاودنه شوې.
په داسې حال کې چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ چټکه شوې، د امریکا متحدو ایالتونو په دې هیواد کې مېشتو د SIV،P2 اوP1 کیس لرونکو ته د خوندیتوب لپاره د برېښنالیکونو له لارې لیکونه استولي دي.
د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د اوبو بند چې د پخواني پاچا سردار محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال د څرخ د اوبو پر سيند جوړ شوی، اوس د نه پاملرنې له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ دی
د رسنیو د راپورونو له مخې، د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې د تېرې پنجشنبې په ماښام د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ورزشي کلپ د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل ویلي چې د افغان کډوالو د جبري ویستلو په برخه کې د پاکستان وروستۍ پرېکړه د بشري حقونو څخه سرغړونه ده او د کډوالو د خوندیتوب، هوساینې او بنسټیزو خدماتو ته د دوی د لاس رسي په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.
“د قلم لار” ټولنې مشر او د نجونو د تعلیم د حق مدافع مطیع الله ویسا له بنده خوشې شو
د کرېکټ ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د پاکستان خلاف د افغانستان لویه او تاریخي بریا له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
د کرکټ په نړیوال جام کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم ۱) افغانستان پاکستان ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه
په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په تړاو د اندېښنو په لړ کې د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې ۱۵ مېلیون تنه چې د دغه هېواد یو پر درېیمه برخه نفوس کېږي، هره ورځ د یو وخت ډوډۍ له خوړلو وروسته دې ته اندېښمن وي چې د بل وخت خواړه به څنګه برابروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په کلکه وغوښتل، افغان کډوالو ته دې اجازه ورکړي چې د دوی خاورې ته ننوځي.