ایران په يوه ورځ څلور نيم زره افغانان اخراج کړي دي
د ایران د پولو اړوند یوه چارواکي ویلي دي چې، په يوه ورځ تر څلورنیم زره ډېر افغان کډوال يې له دغه هيواده ایستلي دي. سربېره پر دې، ډېر افغانان وايي چې د بېکارۍ او بې وزلۍ له امله له کډوالۍ پرته بله چاره نه لري.