د امواج پرس انتخاب





افغان او امریکايي ‌ډیپلوماټان: کابل کې د امریکا سفارت پرانیستل طالبانو ته مشروعیت ورکوي

په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر مرستیالې ایني فورزایمر او په سریلانکا کې د افغانستان سفیر اشرف حیدري په یوه ګډه مقاله کې په افغانستان کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل د طالبانو لپاره مشروعیت بللی. دغو دوو ډیپلوماټانو ویلي، چې دا کار به په ټوله نړۍ کې ترهګرې ډلې تشویق کړي.



ووټل: ډاریږم امریکا افغانستان کې د القاعده د ګواښ د غبرګون لپاره بیرته سیمې ته ولاړه شي

په افغانستان کې د القاعده شبکې د مخ پر ودې حضور او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په غبرګون کې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پخوانی قوماندان جوزف ووټل وايي، هغه ویره لري چې متحده ایالات کیدای شي پداسې وضعیت کې واقع شي چې د القاعده ددغه ګواښ پر وړاندې د غبرګون لپاره بیرته سیمې ته مخه کړي.



کربي: القاعده په افغانستان او نورو سیمو کې کمزورې ده، خو د هېڅ ترهګرې ډلې ګواښ بابیزه نه ګڼو

امریکایي چارواکو په افغانستان کې د القاعده ډلې د موجودیت او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور په هکله په خپل لومړي غبرګون کې ویلي دي چې القاعده په افغانستان او نورو ځایونو کې یو کمزوری سازمان دی.


چین دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي – امریکا

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر؛ د چین د ولسمشر له لوري د افغانستان اسلامي امارت د استازي د باور لیک د منلو په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د بیجینګ دریځ اوس هم روښانه نه‌دی.