د کډوالو چارو وزارت: نږدې ۶ زره افغان کډوال په پاکستان کې بندیان دي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې نږدې شپږ زره افغان کډوال بندیان دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې نږدې شپږ زره افغان کډوال بندیان دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ، ډسمبر ۲۹ (مرغومی اتمه) د رایو په اکثریت هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو لخوا چمتو شوی و.
یونیسف په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ د زیاتیدو له امله بشري مرستو ته د اړمنو خلکو شمېر زیات شوی دی.
له پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال تش لاس ایستل کیږي – د خوړو نړیوال پروګرام
په پاکستان کې د هغو شخصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو مسؤلین چې د افغانستان نصاب پکې تدریس کیږي، وایي افغانستان ته د افغان کډوالو بیرته تګ له کبله پدې مرکزونو کې د زده کوونکو شمیر هم کم شوی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د یوناما له مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي سره د افغان کډوالو د ملاتړ او په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.
ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا سبا شپه (چهارشنبې، د لیندۍ پر ۲۹مه) د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه جوړه کړي.
د پاکستان د لنډمهاله حکومت صدراعظم انوار الحق کاکړ وایي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په پاکستان کې ددغه هیواد په امنیتي ځواکونو د افغانانو له خوا ۱۶ ځانمرګي بریدونه شوي دي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز واشنګټن ته تللی دی او په افغانستان کې د ادعا له مخې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د امریکا د مرستې په لټه کې دی.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د ترهګرو ډلو په مسله رامنځ ته شوی کړکیچ د دوحې هوکړه لیک له مخې مخامخ نشي هواریدلی او په کار دي چې کابل او اسلام اباد په دې اړه سره خبرې وکړي.